افغان حکومت: د قبایلي سیمو (فاټا) د ادغام پریکړه یواړخیزه ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان حکومت د خیبرپښتونخوا ایالت سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پرتو قبایلي سیمو د ادغام په اړه د پاکستان د مرکزي پارلمان پریکړه یوه اړخیزه پریکړه ګڼلې او وايي، چې په دې اړه ورسره مشوره هم نه ده شوې.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو د چارو د وزارت معین محمد یعقوب احمدزي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د برتانوي هند سره د افغانستان د شوې موافقې له مخې باید د دغو سیمو په اړه د هرې پریکړې په باب له افغان حکومت سره مشوره وشي

.

ښاغلي احمدزي وویل " متاسفانه د پاکستان دا پریکړه یوه اړخیزه او حتی، چې د قبایلي سیمو اوسیدونکو ته، چې په اوو اجنسیو کې ژوند کوي هم د منلو نه ده".

ښاغلي احمدزي وویل، چې د پاکستان د پارلمان دې پریکړې سره د پوښتنو یو شمیر مطرحو سیاسي ډلو هم کلک مخالفت ښودلی دی.

هغه وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به ژر په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړي.

د پنجشنبې په ورځ ( غبرګولی ۳مه)د پاکستان مرکزي پارلمان " قومي اسمبلۍ "په یو بې ساري اقدام کې د خیبر پښتنخوا په ایالت کې د قبایلي سیمو (فاټا) د ادغامولو قانوني مسوده منظوره کړه.

د دې مسودې پر اساس به د فدرالي نظام لاندې سیمې، چې د (فاټا) په نوم یادیږي، د پاکستان په حکومتي نظام کې شاملې شي.

د پاکستان په مرکزي پارلمان کې تیره ورځ دا مسوده د رایو په اکثریت تصویب شوه او ۲۲۹ غړو د مسودې په پلوۍ او ۲۹ نورو یې په مخالفت رایې ورکړې او په دې توگه دا پریکړه د پارلمان له دریو څخه دوو برخو غړو له خوا تائید شوه.

اوس به دا مسوده د پاکستان مشرانو جرګې ته ځي او که مشرانو جرګه یې هم تصویب کړي نو عملي بڼه به واخلي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم د دې قانون د منظورۍ ملاتړ کړی دی.

خو په پارلمان کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام او د محمود خان اڅکزي په مشرۍ دپښتونخوا ملي عوامي ګوند د قبایلي سیمو د ادغام سره مخالفت کړی دی او په دې اړه یې د پنجشنبې د ورځې په رایه اچونه کې هم برخه نه وه اخسیتې.

د برتانوي هند او د افغانستان د وخت د واکدرانو ترمنځ د پریکړې له مخې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې اوه قبایلي اجنسۍ رامنځ ته شوې، چې د ډیورنډ د کرښې هغې غاړې ته د پښتنو د نورو سیمو پرتله د دغو اجنسیو اوسیدونکو تر یوه حده د خپلو چارو په تنظیم کې خپلواکي لرله.

د دې موافقې له مخې د فاټا یا قبایلي سیمې ازادې سیمې بلل کیدلې او فدرالي حکومت یې چارې تنظیمولې، خو دوې خپله داخلي ازادي هم لرله.

افغان حکومت وايي، چې پاکستان سره د ډیورنډ په کرښه اختلاف لري او د ا کرښه ورته د منلو نه ده.

خو پاکستان وايي، چې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کرښه ده او په دې اړه هر ډول بحثونه پای ته رسیدلي دي.