جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قومندان غوره شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې تورن جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو لوی قومندان غوره شوی دی.

د افغان جګړې لپاره چې له ۱۷ کلونو راهیسې روانه ده، د امریکايي ځواکونو لپاره نوموړی نهم او د ډونلډ ټرمپ په حکومت کې لومړنی لوی قومندان دی.

تورن جنرال مېلر د امریکايي پوځ یو مخکښ قومندان دی او دا مهال د دغه هېواد د هغو ځانګړو ځواکونو د مرکز مشر دی چې له نړیوالو تورنو "ترهګرو" سره پټه مبارزه کوي

.

ټاکلې ده نوموړی د جنرال مایک نېکولسن ځاینتاستی شي چې لږ څه باندې دوه کاله دا دنده لري او په دې سبب یې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د داسې قومندان نوم خپل کړی چې ډېر وخت یې دا دنده درلوده.

سکاټ مېلر له دې مخکې هم څو وارې افغانستان ته د پوځي دندو لپاره استول شوی دی.

د نوي قومندان د غوره کېدو په تړاو د رویټرز او والسټریټ جورنال رپوټ ته د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان غبرګون نه دی ښودلی، خو وايي د دې حکم تر پرېکند تایید پورې نظر نشي ور کولی.

د مېلر په هکله نور پوځیان څه وايي؟

 

د امریکا پوځ کې یو چارواکی- چې د تورن جنرال مېلر له چارو سره بلد دی- له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې وايي، د نړیوالو تورنو ترهګرو سره مبارزه کې د ښاغلي مېلر مخینه او ځانګړنه ښيي چې دغې دندې ته غوره کول یې په افغانستان کې هم د داعش په څېر ډلو سره پر مبارزه تمرکز دی

د امریکايي ځواکونو لپاره د نوي قومندان ګومارل په داسې مهال دي چې له طالبانو سره مبارزه کې د امریکايي ځواکونو د چارو پایلې له څو وروستیو کلونو راهیسې له نیوکو سره مخ دي.

پر ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا په مشرۍ له یرغل راهیسې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري په دغه هېواد کې وژل شوي دي.

د ۲۰۱۴ وروستیو کې له افغانستان د ډېرو امریکايي او ناټو ځواکوو په وتلو پسې، نه یواځې ورځ له بلې د وسلوالو طالبانو فعالیت ډېر شو، بلکې د داعش په نوم ډله هم پیدا شوه.

د ټرمپ ستراتیژي څومره بریالۍ ده؟

 

د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ وسلوالو ته د ماتې ور کولو لپاره د تېر کال اګسټ کې بیا افغانستان ته د سرتېرو زیاتولو پرېکړه وکړه.

له هغه راهیسې یې تر دمګړۍ افغانستان ته نور څلور زره تازه دم سرتېري استولي دي او ور سره یې د وسلوالو پرضد هوايي بریدونه او عملیات هم ډېر کړي دي.

خو د امریکا د دفاع وزارت د سرڅارونکي اداره په تازه رپوټ کې وايي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره د ډونلډ ټرمپ تګلارې پام وړ بریا نه ده لرلې او دا هېواد لا هم خطرناک او تاوتریخوالي کې ایسار دی.

په رپوټ کې راغلي چې د امریکايي تګلارې له بدلون سره سره وسلوالو طالبانو خپل لوی بریدونه روان ساتلي او په دې وروستیو کې یې یواځې په کابل کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

رپوټ کې ویل شوي حالاتو کې کوم بدلون نه دی راغلی او د پرمختګ ډېرې نښې نه لیدل کېږي :

په دغه رپوټ کې زیاته شوې چې یواځې ۶۵ سلنه خلک د حکومت تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي، خو څه باندې دوه کاله وړاندې امریکايي قومندانانو هیله ښودلې وه چې له ۶۴ تر ۸۰ سلنې ځمکې به د افغان حکومت واک ته راولي.