امریکايي ځواکونه فراه ته رسېدلي؛ جګړه روانه ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو (غوڅ ملاتړ ماموریت) ویلي، ځواکونو یې په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور دانګلي دي.

دغو ځواکونو پر خپله ټوېټر پاڼه د A-10 ډوله جنګي الوتکې عکس خپور کړی او ور سره یې لیکلي:

" د فراه کنټرول له دولتي ځواکونو سره دی او د امریکا هوايي ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېږي. دغو الوتکو چې په تصویر کې یې یوه وینئ، طالبان په نښه کړي دي. "

وړاندې د فراه والي عبدالبصیر سالنګی تایید کړې وه چې وسله وال طالبانو د فراه ولایت د مرکز اړوند سیمو ته ننوتلي او د ښار په زړه کې یې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده

.

د هغه په خبره، د مرکز مهمې دولتي ودانۍ د افغان ځواکونو په ولکه کې دي.

نوموړي بي بي سي ته وویل، وسله والو طالبانو سهار وختي یوه بجه د فراه پر مرکز بریدونه پیل کړل.

ښاغلي سالنګي وویل، په دغه برید کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ادعا کوي چې ګڼ شمير طالب وسله وال یې هم وژلي او ټپیان کړي دي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره لا نه په ډاګه شوې.

ښاغلي سالنګي زیاته کړه، تازه دمي سرتېري فراه ته په رسېدو دي. وړاندې د فراه ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي وو چې وسله والو طالبانو له څو لوریو د ولایت په مرکز بریدونه کړي دي.

د فراه ولایتي شورا مشر فرید بختور بي بي سي ته وویل، وسله والو تېره شپه له مختلفو لورو پر دغه ښار همغږي بریدونه پیل کړل چې سهار مهال یې د ښار ځینې سیمې ونیولې.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي، محمد اشرف غني نن سهار د مۍ ۱۵مه دفاع وزارت ته لاړ او هلته یې د امنیتي ځواکونو له جنرالانو سره د فراه امنیتي وضعیت و ارزاوه او د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

رئیس جمهور اشرف غني و سرقوماندان اعلی قوای مسلح صبح امروز به مقر وزارت دفاع ملی رفت و طی نشستی باهیات رهبری وجنرالان قوای مسلح کشور وضعیت امنیتی ولایت فراه را مورد بررسی قرار داد و هدایات لازم بخاطر اعزام قوت های بیشتر و دفع و طرد حملات دشمن و بهبود وضعیت امنیتی آن ولایت صادر کرد

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د پولیسو د ۴۴۴ قطعې ځانګړي ځواکونه فراه ته رسېدلي دي

د فراه د ولایتي شورا غړې جمیلې اماني د فرانسي خبري اژانس ته ویلي، د فراه په ښار کې په درز جګړه روانه ده او افغان هوايي ځواکونه د طالبانو پر مورچو د بریدونو هڅه کوي.

فراه د افغانستان په لوېديځ کې پروت ولایت دی چې له ایران سره کابو ۳۰۰ کیلو مټره ګډه پوله لري.

په ولسي جرګه کې د دغه ولایت یو شمېر استازو خبرداری ور کړی و چې څو ولسوالۍ د سقوط له بالفعل ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه ولایت پخوانی والي محمد عارف شاه جهان ویلي وو، په فراه کې ۴۰۰۰ وسله وال شته او غواړي دغه ولایت د تدارکاتي دهلېز په توګه وکاروي چې ټول هېواد ته سرخوږی جوړولی شي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، د فراه د ملي امنیت ریاست یې نیولی او وسله وال یې نورې سیمې هم لاندې کوي.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، طالبان د فراه ولایت د ملي امنیت ریاست نیولی دی.

داسې رپوټونه هم شته چې د فراه د ملي امنیت رییس وژل شوی او جګړه د امنیه قومندانۍ په پنځه سوه مترۍ کې روانه ده، خو تر اوسه امنیتي سرچینو دا خبر نه دی تایید کړی.

د دفاع وزارت غبرګون

د افغانستان د دفاع وزارت یوه اعلامیه وایي، وسله والو طالبانو د شمال له لوري په فراه کې پر (پخوانۍ) ۷۰ یمې فرقې برید کړی او امنیتي ځواکونه له ښاره د دفاع پوره وړتیا لري. دفاع وزارت زیاته کړې، د فراه خلکو ته ډاډ ور کوي چې د افغانستان په لوېديځ کې له خپلو شته ټولو ځواکونو او امکاناتو څخه به د برید د پر شا تمبولو په پار استفاده وکړي.

خو له فراه وروستي رپوټونه وايي، وسله وال طالبان اویایمې فرقې ته ننوتلي دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، د ښار له منځه د درندو ډزو غږونه اورېدل کېږي.

عیني شاهدان وايي،، د ښار په اوسېدونکو کې وېره خپره ده او هڅه کوي له ښاره ووځي.