ننګرهار کې برید پای ته رسېدلی؛ ۱۰ کسان یې وژلي او ۴۲ ټپیان دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د موټربم او نښتو په پایله کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. جګړه د کابل په وخت د مازدیګر شپږنیمې بجې پای ته ورسېده.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کامه وال وايي، د پېښې له ځایه ۱۱ جسدونه وروړل شوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي د وژل شویو شمېر ۱۰ او د ټپیانو ۴۲ ښودلی دی.

ښاغلی کامه وال وايي، د شپږو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی

.

ښاغلي خوګیاڼي د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وویل، بریدګر اته کسان ول چې دوو یې ځانمرګی برید وکړ او شپږ نور یې مستوفيت ته ننوتل.

د ده په وینا، ټول بريدګر وژل شوي او امنيتي ځواکونه ودانۍ په ولکه کې لري.

ځايي چارواکي وايي جګړه په دې اوږده شوه چې د ادارې ۴۲ کارکوونکي په ځمکلاندې کوټه کې ایسار ول او امنیتي ځواکونو یې د ژوندي را اېستلو هڅه کوله، چې همداسې هم شول.

مستوفیت د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه کې دی، مخامخ یې زندن او یو اړخ ته یې د پوهنې ریاست او بل ته هم د الايي په نوم د نجونو لېسه ده.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې پروت ولایت دی.

پر طالبانو سربېره داعش وسلواله ډله یې هم په ځینې ولسوالیو کې فعاله ده.

په دغه ولایت کې پر وسلوالو بریدونو سربېره هدفي وژنې هم ډېرې شوې دي.

ځايي ادارې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له څه مهال راهیسې په ښار کې پر ټپټپي یا موټر سایکل ګرځولو بندیز لګولی دی.

د والي استعفا

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویلي، د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ځینو شخصي دلایلو له کبله استعفا کړې او دوی یې استعفا منلې ده.