پښتون ژغورنې غورځنګ خواله رسنۍ څنګه کاروي؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ۲۰۱۷ کال کې منظور پښتين په خپل کلي کې د ګوتو په شمېر کسانو پېژندلو.

د منظور په پوهنتون کې يوه جونير محمد اسلم له منظور سره په مشوره د يو تنظيم بنسټ اېښودلو پرېکړه وکړه چې د خپلې سيمې د ستونزو د حل لپاره غږ پورته کړي.

د تنظيم بنسټ کېښودل شو. یو څو ځوانان يې غړي شول او سوګند يې وکړ چې د پښتنو د حقونو د خوندي کولو لپاره به کار کوي.

د لومړۍ مظاهرې لپاره يې پر ټولنیزو رسنيو غږ پورته کړ او نېټه يې اعلان کړه

.

له خلکو یې غوښتنه وکړه چې په دې مظاهره کې ګډون وکړي. د دې ترڅنګ یې پر ټولنیزو رسنیو د خپل غورځنګ لپاره د چندې راټولولو غږ هم وکړ.

څو ورځې وروسته منظور او د هغه ملګرو مظاهره وکړه. یوه ملګري یې بي بي سي ته وویل چې منظور او ملګري یې د پاکستاني حکومت لخوا ونیول شول.

د دې ملګري په وینا، منظور ورته هغه وخت پر موبايل پيغام ورکړ چې پر ټولنيزو رسنيو د نيول شويو ځوانانو د خوشې کېدلو لپاره کمپاين پیل کړي.

همداسې وشول. کمپاين پيل شو او خلکو پر پاکستاني حکومت نيوکې پيل کړې. څو ساعته وروسته د منظور ملګري خوشې شول.

پر ټولنیزو رسنیو د همدې فعالانو د هڅو له کبله د پښتون ژغورنې غورځنګ دې کچې ته را ورسېد چې اوس پر نړیوال دریځ یې نوم یادېږي او په رسنیو کې یې په اړه خبرې کېږي.

دا هم د یادونې وړ ده چې د پاکستان ډېریو رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسو پر پوښښ نا اعلان شوی بندیز لګولی.

د دې غورځنګ ملاتړي فعالان وایي، دوی اړ دي چې پر ټولنیزو رسنیو خپل غږ نړیوالو ته ورسوي.

ټولنيزې رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره څومره مهمې دې؟

د تنظيم بنسټګر منظور پښتین تېره مياشت په لاهور ښار کې د تنظيم ولسې غونډې ته وویل، پاکستانیو رسنيو د دوې د جلسو له پوښښ نه لاس اخیستی.

له همدې کبله یې ملاتړي ټولينزو رسنيو نه کار اخلې او خپل غږ نړۍ ته رسوي.

داسې هم کېږي چې منظور زياتره پر فيسبوک ژوندۍ وينا کوي چې په لکونو خلک يې پر يوه وخت ګوري.

پر ټولنيزو رسنيو د پښتون ژغورنې غورځنګ شتون څومره دی؟

د دې سوال ځواب موندلو لپاره بي بي سي پښتو فېسبوک ولټاوه. مالومه شوه چې د دې غورځنګ په نامه ۵۵ ډلګۍ جوړې شوي. تر ټولو لویه ډله یا ګروپ کې څه باندې ۴ نيم لکه غړي دي. يو بل ګروپ څه باندې ۴ لکه او ۷۰ زره غړي لري.

له دې هر ګروپ سره د یوې ځانګړې سيمې، سوات، بنو، اروپا، لندن، کراچۍ، صوابۍ، او داسې نورو نامې ليکل شوې دي.

همدراز، پر فيسبوک د پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه ۲۸ پاڼې جوړې شوې دي او د غړو شمېر یې له زرو نه واخله تر لکونو پورې دی. د دې ټولو پاڼو د غړو مجموعي شمېر څلور لکو ته رسېږي.

د منظور په شخصي نامه ۲۵ پانې جوړې شوي. په دې ډله کې یوه پاڼه تر ټولو زيات، یعنی ۸۸ زره غړي دي.

د دې غورځنګ غړي او ملاتړي له یو بل سره د اړیکو د کاري پلانونو لپاره وټس اپ ډېر کاروي.

په یوه خلیجې هيواد کې مېشت یوه پاکستاني وګړي سره وغږېدم چې د غورځنګ د ټولنيزو رسنيو د ډلې غړی دی.

د ده په وینا بهرنيو هېوادونو کې مېشتو کسانو لپاره یې د "اوورسيز" په نامه يو وټس اپ ګروپ جوړ کړی.

نوموړی وایي، دا ګروپ له ۱۰۰ ډېر غړي لري او دا کسان د غورځنګ د جلسو په اړه د تنظيم مشرانو ته وړاندیزونه کوي او مشورې ورکوي.

نوموړي یوه بېلګه هم راته یاده کړه. هغې د غورځنګ د پيښور په غونډه کې هغه کس ته د وینا فرصت نه و ورکړل شوی چې زوی یې د پېښور ارمي پبلک سکول پېښه کې وژل شوی و.

خو د همدې وټس اپ ګروپ د غړو له ټینګار او مشورې وروسته د ماشوم پلار ته د لاهور په جلسه کې د خبرو بلنه ورکړل شوه.

رسول رحمان له پاکستانه بهر يو هيواد کې مېشت دې. ۶۶ زره کسانو یې د فېسبوک پاڼه خوښه کړې ده.

نوموړي بي بي سي ته وويل، ټولنیزې رسنۍ يې يوازينۍ لار ده چې خپل غږ پرې پورته کوي او نورو ته يې رسوي.

همدا راز، دا غورځنګ په پاکستان کې هم د سوشل ميډيا یا خواله رسنیو فعالان لري. د مردان اوسېدونکی شهزاد خان وايي، د غورځنګ د خواله رسنیو فعالان زياتره په لندن، دبۍ، اسټراليا او جرمني کې ميشت دي.

د شهزاد خان په وینا، ډېری دا کسان تعليم يافته دي، ښې دندې لري او د تنظيم ملاټړ کوي. د خواله رسنیو یو بل فعال او د غورځنګ ملاتړی وايي، پر ټوېټر د ټرېنډز جوړولو یا پر یوه موضوع د بحث را پارولو لپاره دوی پر وټس اپ یوه ځانګړې کاري ډله لري. دوی له بهر مېشتو فعالانو او د غورځنګ ملاتړو سره پر دې سلا مشوره کوي چې کومه موضوع وټاکي او پر ټوېټر ټرېنډ جوړ کړي.