"پر اسرائیلو د ایران برید به د بشار اسد حکومت وپرځوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اسرائیلو د کابینې یو وزیر وايي، که د سوریې ولسمشر بشار اسد ایران ته له خپلې خاورې پر اسراییل د برید اجازه ور کړي، نو دې سره به د هغه حکومت وپرځي.

یوول سټایټز خبرداری ور کوي، که داسې برید کېږي، نو ولسمشر اسد ته به معلومه شي چې دا به د هغه او د حکومت یې پای وي.

د نوموړي دا خبرې له هغو خبرونو سره همهال دي چې وايي، اسرائیلي چارواکي د ایران یا د هغه د ملاتړو له لوري بریدونو ته تیارېږي

.

له بلې خوا ایران هم له دې مخکې ویلي و چې له اسراییل د هغو بریدونو غچ اخلي چې په سوریه کې یې د دغه هېواد پر مرکزونو وکړل.

ایران له تېرو اوو کلونو راهیسې د سوریې کورنۍ جګړه کې د حکومت ملاتړ کوي.

ایران پر سلګونو پوځي سلاکارانو سربېره په زرګونو ملېشې هم ګومارلې دي.

د دوشنبې په ورځ یووال سټایټز له یوه اسراییلي اخبار سره مرکه کې وویل:

"زموږ او زموږ د خلکو خلاف د بشار اسد حکومت د جرمونو سره سره اسراییل تراوسه په دې کشاله کې ښکېل شوی نه دی".

خو خبرداری یې ور کړ، چې که بشار اسد ایران ته سوریه کې د پوځي اډې جوړولو او له هغه ځای پر اسرائیل د برید اجازه ور کوي، نو معلومه به شي چې دا یې "د ځان او حکومت پای دی او نور به د سوریې ولسمشر نه وي".

بي بي سي کې د منځني ختیځ شنونکی الن جانسن وايي د اسراییلي وزیر دا خبرداری روښانوي چې تل ابیب له سوریې د ایران د هر ډول برید پړه پر بشار اسد اچوي.

منځنۍ سوریه کې وروستۍ کلابند سیمه پرېښودل

له بلې خوا د بشار اسد مخالف وسلوال او کورنۍ یې په مرکزي سوریه کې له خپل وروستي او کوچني کلابند مرکز وځي.

له روسیې سره د تړون له مخې دوی د سوریې شمال کې د وسلوالو تر واک لاندې سیمې ادلیب ته په موټرو کې په امن لېږدول کېږي.

د روسیې د پوځ پولیس د دې ګاډو ساتنه کوي.

روسي پوځیانو د هغو ولسي سنیانو ساتنه هم منلې چې د وسلوالو له تللو وروسته دغه سیمه کې پاتېږي.

وسلوال درنې وسلې په ځای پرېږدي او سپکې وسلې ور سره لېږدولی شي.

اوس وسلوال یواځې د سوریې په شمالي او سوېلي پولو کې مهمې سیمې لري.

جګړه کومې خواته ځي؟

له اووه کاله جګړې وروسته د سوریې حکومت د روسیې او د ایران د وسلوالو ځواکونو په ملاتړ پر دمشق او حلب سربېره د ډېرو سیمو واک خپلوي.

له وروستۍ کلابند سیمې - چې د حمص او حوما ترمنځ پرته ده- د وسلوالو وتل دولت ته چانس ور کوي چې د حلب او دمشق پر نښلوونکې لار ولکه وکړي.

اوس د بشار اسد مخالف ځواکونه ادلېب کې دي.

تېره میاشت هم د دوی په زرګونو وسلوال او کورنۍ د دمشق له شرقي غوطې ادلېب ته لاړل.

وسلوال لا هم سوېل لوېدیځ کې د درعا ولایت پر ځینې برخو ولکه لري.

ترکیه چې سوریه کې د کوردانو له نفوذ ډېرېدلو اندېښمنه ده، د دغه هېواد شمال کې یې تازه له سوريايي کورد ملېشو عفرین سیمه نیولې ده.

هلته نږدې ور سره امریکا د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ملاتړ کوي چې تر ډېره کوردان دي.

برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډله وایي، د سوریې اوه کلنه جګړه کې له څلور لکو ډېر کسان ووژل شول.

د سوریې له ۲۲ میلیوني وګړو له نیمايي ډېر کور پرېښودلو ته اړ شول.

۶،۱ میلیون وګړي سوریه کې بې ځایه شول او ۵،۶ نورو په تېره ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.