"د جنرال دوستم د راستنېدو په اړه خبرې روانې دي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي چې له ترکیې نه د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د راستنېدو په اړه خبرې روانې دي.

د دغه ریاست چارواکي د خبرو څرنګوالی نه ښيي، خو وایي هیلې شته چې په دې اړه یوې پایلې ته ورسیږي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ترکیې صدر اعظم هم کابل ته د سفر پر مهال له افغان چارواکو سره د جنرال دوستم په راستنېدو غږیدلی و

په راتلونکې می میاشت کې ترکیې ته د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د تللو یو کال پوره کیږي، خو لا هم د هغه برخلیک او سیاسي راتلونکی روښانه نه دی.

په دې موده کې د هغه څوکۍ هم تشه ده او د لومړۍ مرستیالۍ چارو ته کوم چارسنبالی هم نه دی ټاکل شوی.

اوس اجرائیه ریاست وایي چې د ښاغلي دوستم د راستنېدو په اړه د حکومت دننه خبرې پیل شوي دي.

د دغه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي بي بي سي ته وویل، د ښاغلي دوستم نشتوالي پر روانو چارو منفی اغیز کړی دی.

جنرال دوستم او یوشمیر ساتونکي یې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره په ناوړه بشري چلند تورن دي.

محکمې په غیابي ډول د ښاغلي دوستم ۷ ساتونکو ته د بند سزا هم واوروله، خو د بي بي سي مالومات ښيي چې پر دغو ساتونکو سزا عملي شوې نه ده.

اجرائیه ریاست وايي، حکومت په دې هڅه کې دی چې د ښاغلي دوستم حقوقي قضیې ته حل لاره پيدا کړي. عدلي او قضایي ارګانونه هم په دې قضیه پټه خوله دي.

ښاغلی دوستم نژدې کال وړاندې له همدې تورونو وروسته د درملنې په نوم ترکیې ته ولاړ، خو اوس داسې ښکاري چې دی په تعبید کې دی.