ټرمپ د سوریې کیمیایي برید ته د چټک ځواب خبره کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د سوريې دوما ښار کې د کيمياوي وسلې شکمن بريد ته د ځواکمن ځواب پر پلان کار کوي.

ولمسشر ټرمپ د سوريې په دوما کې د کيمياوي وسلو کارونه وحشيانه عمل وباله او د چټک ځوابي ګام ژمنه یې وکړه.

هغه چې له پوځي سلاکارانو سره ګوري، دا هم وويل چې راتلونکو څو ساعتونو کې به په دې اړه پرېکړه کېږي

.

د امريکا ولسمشر د پوځي بريد شونتيا په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل پر ټولو غوراويو غور روان دى.

د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې له هغه وروسته راځي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د بريد نړيواله غندنه وشوه.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازې څرګندونې هم توندې وې.

نېکي هېلي د غونډې ګډونوالو ته وويل، امريکا دغه بريد ته ځواب وايي که ملګري ملتونه په دې تړاو اقدام کوي او که نه.

اغلې هېلي پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې ورته اقدام وکړي.

موږ پر لوېديځوالو سياستوالو غږ کوو چې خپل توند شعارونه کم کړيامنیت شورا کې د روسیې استازی

هغې وويل يو مهال چې نړيوال به د کيمياوي وسلو د وحشت پر وړاندې مخالفت کې سره يو موټي کېدل اوس دغه راز بريدونه د عادي کېدو څنډې ته رسېدلي او نړيواله ټولنه يې بايد مخه ونيسي.

خو روسيې يوځل بيا د خپل متحد ننګه وکړه او ادعايې وکړه چې ياغيانو د خپلو موخو لپاره کيمياوي وسله کارولې ده.

د روسيې استازي "وسيلي نبېنزيا" امنيت شورا غونډې ته وويل، امريکا ته يې رسما د پوځي بريد نه کولو خبردارى ورکړى.

د نوموړي په وينا روسيه به پرېنږدي چې په سوريه کې يې شته ځواکونه له خطر سره مخامخ شي:

"موږ پر لوېديځوالو سياستوالو غږ کوو چې خپل توند شعارونه کم کړي، په منطقي ډول یې پر پېښېدونکو اغېزو غور وکړي او نړيوال امنيت ته د بې باکو ګواښونو د مخامخېدو مخه ډب کړي."

امريکا، برتانيا او فرانسه وايي په دوما کې شوى کيمياوي بريد پخوانيو هغو ته ورته ځانګړتياوې لري چې د بشارالاسد رژيم له لوري تر سره شوي، خو په دې نه دي توانېدلي چې ووايي په کره توګه دغه بريد د سوري ځواکونو له لوري شوى.

روسيې د نړيوالې پلټنې د هغه پلاوي بيا فعالېدو مخنيوي هڅه کړې چې له ٢٠١٤ م کال راهيسې يې د سوريې حکومت لږ تر لږه څلور ځله د زهرجنو ګازو په کارولو پړ بللى.