اشرف غني: ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لری

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر وايي، ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او نږدې زر مکتبونه تړلي دي.

محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د ښوونیز کال د پیلېدو وینا کې وویل، چې په شرایطو برابر درې نیم ملیونه ماشومان لا هم ښوونځیو ته نشي تللی.

نوموړي په افغانستان کې په ښوونه روزنه خواشیني وښوده او ویې ویل چې د ښوونکو شمېر ډېرېږي، خو د ښوونې لپاره اړین مهارتونه نه لري

.

د هغه په خبره، افغان زدکوونکي د بریالي ژوند لپاره اړینې زدکړې نه ترلاسه کوي او پوره مهارتونه او پوهه هم نه لري.

نوموړي ۱۳۹۷ لمریز کال د پوهنې کال وباله او ویې ویل، حکومتي ادارو ته یې سپارښت کړی چې له ښوونې روزنې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

شپږ زره ښوونځي جوړول

هغه په روان کال کې د شپږ زرو ښوونځیو د جوړولو خبره وکړه چې تر دوو کلونو به ګټې اخیستلو ته چمتو شي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د کلیو پرمختیا وزارت د دې کار لپاره ۲۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

دغه و زارت به هم په ناامنو سیمو کې نږدې سل ښوونځي جوړ کړي.

ولسمشر غني په ښوونه روزنه وزارت کې فساد "شرموونکی" وباله او زیاته یې کړه چې په دغه اداره کې د سمون راوستلو لپاره ټول ښوونکي د افغانستان د اداري سمون له خوا ګومارل کېږي.

 

نوموړي دا هم وویل چې د ښوونکو تنخا به هم "د ښوونکو د تنخا او روتبو د تلنلار" له مخې بیا کتل کېږي او تر پنځو نورو میاشتو به یو شمېر ښوونکي له دې امتیاز برخمن شي.

ولسمشر غني د ۱۳۹۴ لمریز ښوونیز کال د پیلېدو په ورځ له ښوونکو سره ژمنه کړې وه چې ځمکه به ور کړي.

نوموړي نن هغې ژمنې ته په اشارې وویل چې ښار جوړونې وزارت او د افغانستان ځمکې ادارې ته یې لارښوونه کړې چې د دې ستونزې د واوري لپاره عملي پلان جوړ کړي.

د نوموړي په خبره، په دې سره به پر ښوونکو سربېره ستنېدونکو کډوالو، کورنیو بې ځایه شویو او د شهیدانو کورنیو ته هم استوګنځي برابر شي.

ښوونځیو کې اینټرنېټ

ولسمشر غني وویل، ښوونې روزنې ته تراوسه ځکه پام نه دی شوی چې تراوسه یې دنده د اقتصاد خوځول او د بېخ بنسټو پروژو پلي کول و.

هغه زیاته کړه چې د مخابراتو وزارت او د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظم ادارې یا اترا ته یې سپارښت کړی چې په کابل او ولایتونو کې ښوونځي له اینټرنېټ سره وتړي او په کابل کې دا بهیر نن پیل شو.

"د دې کار موخه د زدکوونکو پوهه زیاتول دي".

نوموړي دا هم وویل چې د زدکړو ترڅنګ د زدکوونکو روغتیا ته هم پام کوي او ښوونځیو کې د اوسپنې ګولیو وېشل، واکسین او د خوراکي توکو برابرول د دې پروګرام برخې دي.