امریکا افغانستان کې له داعش سره مرسته کوي- جواد ظریف

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي په گاونډي افغانستان کې د داعش د شتون دوي اندیښمن کړي دي.

دغه ایراني دیپلومات د امریکا پوځ په افغانستان کې د داعش د څانگې په مرستې تورن او وویل چې امریکا غواړي له دې لارې په دغه جنگ ځپلي هیواد کې ځای پیدا کړي.

هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل، خو واشنگټن دغه ادعاوې ردوي او هغه "پروپاگند" گڼي. امریکايي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو سره په گډه د داعش پر وړاندې د ترهگرۍ ضد عملیات پرمخ بیایي اږ د دغې ډلې زیات شمیر جگړه ماران یې وژلي دي

.

وزیر محمد جواد ظریف په اسلام آباد کې د خپل رسمي سفر پر مهال وویل چې د پاکستان سره یې په گډه دوه هغه ځانمرگي بریدونه یې خنثی کړي چې پاکستان میشتو یاغیانو پلان کړي وو.

هغه د پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو سره په خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تروریزم ضد د امنیتي همکاریو په زیاتولو ټینگار وکړ.

ښاغلی ظریف وایي "په سیمه کې د داعش موجودیت دوی ته گواښ دی. داعش په عراق کې وځپل شو، خو ایډیالوژي یې ماته نه شوه او دې ډلې ماتې ونخوړه."

ښاغلي ظریف د جیو تلویزیون سره په مرکه کې وویل "متاسفانه تیره شپه د پاکستان د خاورې نه پر ایران د دوه ځانمرگو بریدونو هڅه وشوه. دواړه خنثی کړای شول او مونږ سره د پاکستان وسله والو ځواکونو ښه همکاري وکړه."

تهران د اوږدې مودې راهیسې تور لگوي چې د ایران ضد سوني سخت دریځه د پاکستان په سرحدي ولایت بلوچستان کې د خپلو پټنځایونو نه په استفادې د ایران په ضد ترهگریزې دسیسې کوي.

جیش العدل یا د انصاف لښکر د ایران پر خاورې باندې د اکثرو وروستیو بریدونو پړه منلې ده. د پاکستان د ٢٠٧ میلیون نفوس اکثریت سوني مذهبه مسلمانان دي او یواځې ٢٠ فیصده یې شیعه مذهبه دي.

د پاکستان او ایران ترمنځ ٩٠٠ کیلومتره گډه پوله او ستونزې

د پاکستان د بلوچستان ایالت د ایران د سیستان بلوچستان ولایت سره په پوله پروت دی. په عنعنوي توگه ددغو دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ ژورې کلتوري، اقتصادي او مذهبي اړیکې موجودې دي، خو پدې وروستیو کلونو کې د پولې اخوا دیخوا مرگونو بریدونو دغه اړیکې متاثره کړې دي.

د ایران په جنوب ختیځ کې ددې هیواد د سیستان بلوچستان ولایت چې اکثر وگړي یې سوني مذهبه دي د اوږدې مودې راهیسې د جدایي غوښتونکو بانډونو له لورې د مخدره توکیو د قاچاق د ستونزې سره لاس او گریوان دی.

تیر کال یاغیانو ١٠ تنه ایراني سرحدي پولیس ووژل چې د رپوټونو له مخې د پیښې وروسته یې بیرته د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې خپلو پناه ځایونو ته پناه وړې وه. همداشان یو بل ایراني سرحدي پولیس یرغمل شو. دغو پیښو د ایران او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو ته تاوان ورساوه. ایراني مقاماتو گواښ وکړ چې که اسلام آباد عمل ونکړي دوی به د یرغمل د ازادولو او د یاغیانو د ځپلو په مقصد د پولې اخوا عملیات وکړي.

ښاغلی ظریف وایي یرغمل شوی ایراني سرحدي پولیس لا ندی خوشې شوی او زیاتوي "مونږ هیله من یو چې زمونږ پاکستاني ملگري به هغه ازاد کړي".

ایران او پاکستان څه دپاسه ٩٠٠ کیلومتره گډه پوله لري او پاکستاني پوځ پدې وروستیو کې دغه سرحد ته شاوخوا ١٢ زره عسکر لیږدولي او نوې سرحدي پوستې یې ایجاد کړې دي. د ایران لورې هم د خپلې پولې په اوږدو کې د موانعو او کتارو په ایجادولو پیل کړی دی.