د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس په له مخکې نه اعلان شوي سفر کابل ته رسېدلی دی. د افغان حکومت یوې سرچینې افغانستان ته د ښاغلي متیس راتګ تایید کړی او ویلي دي، پتېیل شوې چې ښاغلی متیس به په دغه سفر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، پلازمينې کابل ته له رسېدو وړاندې ښاغلي متیس خبریالانو ته ویلي و، داسې نښې يې لیدلې دي چې د طالبانو یو شمېر غړي له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي.
کابل ته د امریکا د دفاع وزیر سفر د وسله والو طالبانو په اړه د افغان حکومت د سولې د نوې طرحې تر اعلان دوه اونۍ وروسته تر سره کېږي
.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې د دویمې ناستې پر مهال وویل، افغان حکومت له طالبانو سره له هر ډول مخشرط پرته خبرو ته چمتو دی.
افغان حکومت اعلان کړی چې چمتو دی له اوربند وروسته، طالبان د سیاسي ګوند په توګه وپېژني او د هغوی د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې یو لړ بدلونونه هم راولي.
د امریکا د دفاع وزیر کابل ته په خپل تېر سفر کې چې د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په وروستیو کې یې کړی، ویلي وو، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوي ستراتيژي له طالبانو، حقاني شبکې، القاعدې او داعش جنګیالیو دا هیله تروړي چې ګواکې د جګړې له لارې بریالي کېدای شي.
هغه ویلي وو، د طالبانو لپاره د جګړې پای ته رسولو یوازینۍ لار دا ده چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د افغان دولت د سولې د طرحې په اړه روښانه غبرګون نه دی ښودلی، خو د کابل کنفرانس تر دویمې ناستې یوه ورځ وړاندې یې ویلي وو، چمتو دي له امریکا سره خبرې اترې وکړي.
خو امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې د سولې خبرې اترې باید د افغانانو په مشرۍ له افغان دولت سره وشي.
اړونده مطالب