له څلورو کلونو وروسته غلام خان بندر بیا پرانیستل شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان او خوست ولایت ترمنځ غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر ډول سوداګرۍ لپاره په ازمایښتي ډول بیا پرانیستل شو.

د جمعې په ورځ د دې لارې په پرانیستلو سره درې لارۍ افغانستان ته لاړې.

د لارې پرانیستلو پر مهال د سیمې ځايي سیاسي مشر(پولټیکل ایجنټ) او نور چارواکي هم و

.

له تورخم او چمن وروسته غلام خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ دریمه لویه لار ده او د سوداګرۍ ډېره ګټه یې د پښتونخوا د سوېلي سیمو خلکو ته رسېږي.

د قبایلي سیمو د مرستیالۍ ویاند عبدالسلام وزیر بي بي سي ته وویل، چې دا لار په ازمایښتي ډول پرانیستل شوې ده.

 

د هغه په خبرو دواړه لوري په دې سلا شوي چې په اونۍ کې څلور ورځې له پاکستان او دوه ورځې له افغانستان موټر تګ راتګ وکړي.

نوموړی دا هم وايي، چې په غلام خان بندر کې اوس د تورخم او چمن په څېر ټولې ادارې چالو دي او د یوه قانون له مخې موټر تګ راتګ کوي.

عبدالسلام وزیر زیاتوي چې ډېر ژر به دا بندر د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

"له ضرب عضب عملیاتو وروسته سیمه کې امنیت ټینګ شوی، خو د ګاډو د تګ راتګ د بشپړ خوندیتوب لپاره امنیتي ځواکونه او ځايي ملېشې کار کوي".

غلام خان بندر ته د افغان ګمرکي چارواکو لېږل

د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکونو رییس رشاد پوپل بي بي سي ته وویل، د غلام خان بندر ډېر وخت بند و، ځکه افغان ګمرکي چارواکي هلته نه و.

"اوس موږ هلته کسان استوو او په ورته مهال هڅه کوو چې څه توکي د ګمرک لپاره ضروري دي هغه هم پر ځای کړو، ترڅو ګمرکي پروسه هلته پیل شي".

د افغانستان د سوداګرۍ خونه په دې باور ده چې د غلام خان بندر بیا پرانسته، دوه اړخیزه سوداګري پراخوي او د ترانزیت له پلوه اسانتیاوې راولي.

 

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي؛ هیله من دی چې پاکستان تر دې وروسته له دغه بندر نه چې دواړو هېوادونو ته پراخې اقتصادي ګټې لري، د سیاسي وسیلې په توګه کار وانخلي.

"د غلام خان بندر ډېر مهم بندر دی، سوېلي ولایتونو په تېره کابل ته ډېر اهمیت لري، څومره چې بندرونه ډېرېږي، هغومره په اقتصاد ښه اغېز لري".

دواړو غاړو ته د لارې پرانیستلو هرکلی

په وزیرستان او پښتونخوا کې د سوېلي ولسوالیو سواګر لارې پرانیستلو ته خوشال دي او ايي، ور سره به د سیمې اقتصاد وغوړېږي.

د شمالي وزیرستان یو سیاسي مشر غلام خان بي بي سي ته وویل، چې د دواړو لورو هیله دا وه چې دا پوله پرانیستل شي.

د هغه په خبره، د دې لارې په پرانیستلو سره به په شمالي وزیرستان او خوست کې د سوداګرۍ په زیاتېدلو سره دواړو لورو ته ګټه ورسېږي.

"د دې لارې د بندیدو له امله وزیرستان ته په لسګونو میلیونو روپیو تاوان رسېدلی دی. لکه سبزي، خوراکي توکو، بوره غوړي، سیمټ او نور چې څه افغانستان ته وړل کېدل، نور ډېر کاروبار ور سره روان و".

د نوموړي په خبرو د دې لارې په پرانیستل کېدو سره ځايي خلکو او دا ډول سیمه کې د دوکانونو او مارکېټونو کرایې ته ښه لار برابرېږي.

د خوست یو سوداګر حاجی دین ولي وایي؛ له دغې لارې د سوداګرۍ بیا پیلېدل د دغه ولایت د خلکو پر ژوند ښه اغېز لري.

"پخوا زموږ په خوست کې په یو سل شل افغانۍ سیمټ بورۍ وه، خو دا چې لار بنده وه، درې نیم سوو ته یې بیه لوړه شوې، خوست ته له نورو لارو له پاکستان تر یو نیم لک افغانو موټر کرایه کېږي، خو له دې لارې په پنځلس زره افغانۍ موټر راتلی شي.

د نوموړي په خبره، خوست کې د څلور دېرشو ولایتونو خلک کار کوي، هغو ته هم کاروبار برابرېږي".

نوموړی هیله من دی چې دا لار پاکستان د تل لپاره پرانیځي او د افغان توکو په مخ دا لار تل پرانیستې وي.

د سوداګرۍ کمېدل

پاکستان له افغانستان سره وخت ناوخت د سیاسي ستونزو له امله د چمن او تورخم لار تړي یا هغو افغان لاریو ته اجازه نه ور کوي، چې هېواد ته یې ور واوړي.

دا بندیزونه ډېر ځلې په داسې مهال پیلېږي چې افغان لارۍ له توکو په تېره تازه سبو او مېوو ډکې پر پوله ولاړې وي او همدې چارې خپلمنځي سوداګري کمه کړې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، تېرو دوو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ۲،۷ میلیارد ډالرو څخه ۱،۲ میلیارد ډالرو ته لوېدلې ده.

د سرچینې په خبره، پاکستاني محصولات لکه اوړه، غوښه، اغوستوکي (ملبوسات) او نور ورځ تربلې خپل ځای هندي او چینايي هغو ته پرېږدي.

د پاکستان سوداګرۍ خونې ویلي، له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د خرابېدو له امله تر بل هر ځای ډېر اقتصادي زیان پښتونخوا لیدلی دی.

د سرچینې په خبره، په دغه ایالت کې د اوړو د ۲۰۰ کارخونو له ډلې څه باندې ۱۰۰ ډوپه (دیوالي) شوې چې لامل یې افغانستان ته نه صادرات دي.

غلام خان لار

په غلام خان لار د پښتونخوا له بنو ولسوالۍ تر خوست ولایت پورې یو موټر یو نیم ساعت کې رسېدلی شي.

دا لار د امریکا په مرسته جوړه شوې، له هغه مخکې له بنو تر خوست پورې یو ګاډی له پنځو تر شپږو ګړیو رسېده.

تېرو څلورو کلونو کې درې ځلې د دې لارې د پرانیستلو پرېکړه په وروستي پړاو کې وځنډول شوه.

دا لار پر ۲۰۱۴ کال په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له امله بنده شوې وه.