ایران وایي د طالبانو، داعش او القاعدې ملاتړ بد عواقب لرل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي د سیمې د ځینو مهمو لوبغاړو د تېروتنو له کبله او د اورپکو ډلو سره مرستې ښې پایلې نه دي لرلې.

ښاغلي ظریف دوشنبې په ورځ(فبرورۍ۱۹) وویل چې په منځني ختیځ کې باید د وسلو تمویل او د نیابتي جګړو نړیوال ملاتړ پای ته ورسول شي. جواد ظریف وویل حتی د ایران او سعودي د ګډې همکارۍ هم کوم دلیل نشته

.

 

د ظریف په باور په منځني ختیځ کې د امریکا په مشرۍ د بهرنۍ مداخلې یوه نوې څپه پیل شوې ده. هغه وویل په سیمه کې یو شمیر خلکو غلطې پریکړې او تېروتنې کړي دي، داسې تیروتنې چې د هغه په خبره د عراق د پخواني مشر صدام حسین تر حمایت نیولې، د طالبانو، القاعدې، داعش او نصر ډلو تر ملاتړ پورې، شاملې دي چې بد نتایج یي لرل.

ایران او اسرائیل روابط

اسرائیل د ایران د ۲۰۱۵ کاله اتومي موافقه د ۱۹۳۸ کال کې د مونیخ هغه قرارداد سره مقایسه کوي چې د اسرائیلو په باور د دوېمې نړیوالې جګړې سبب شو. خو ایران بیا د اسرائیل سربیره، د امریکا په ګډون ځینې ځواکمن هیوادونه په سیمه کې په نیابتي جګړو تورن کړل.

صدراعظم بنیامن نتنیاهو چې په کورني سیاست کې په اداري فساد تورن شوی دی، د مونیخ په کنفرانس کې يي د ایران لخوا د خطر خبردارې ورکړ او وویل د ایران سره د اتومې موافقې وروسته د هغو ورځو شمیرل پیل شوي دي چې ایران به په څه باندې لسو کالو موده کې اتومي وسلې ولري.

جواد ظریف د صدراعظم نتنیاهو دا تورونه رد کړل او مسخره کوونکې ادعاوې یي وبللې. ظریف ویل اسرائیل اشغال او تیری کړی او سرغړونې یي کړي دي. دا کار باید بند شي. خو متحده ایالات وایي د سوریې او شمالي کوریا علاوه، نور هیوادونه هم شته چې د خطرناکې وسلې جوړولو، استعمالولو او خطر پیښولو تهدید پیښوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر د یکشنبې (فبروري۱۸) په مونیخ امنیتي کنفرانس کې وویل چې امریکا او متحدین یي پدې پوهیږي چې سوریه او شمالي کوریا یوازني بې باکه هیوادونه ندي چې خطرناکې وسلې جوړوي، کاروي يي او خطر پيښوي.

هغه وویل اوس یې وخت دی چې د ایران د اتومي موافقې نیمګړتیاو له سره وارزول شي او د ایران د بې ثباته کوونکو هڅو مخه ونیول شي.

د رویترز خبري اژانس د راپور په اساس د مونیخ په کنفرانس کې نړیوال مشران راغونډ شوي وو او له غونډې دا ښکاره شوه چې په منځني ختیځ او ځینو نورو سیمو کې د سیالو قدرتونو ترمنځ اختلافات زیات شوي دي. خو د ګډونوالو تمه داده چې نړۍ ته متوجه لمړنی خطر يي معلوم کړې دی او لمړی ګام به دا وي چې د بلې لویې جګړې مخنیوی وکړي شي.