د غور پوزه لیچ بند برخلیک ولې ناڅرګند پاتې دی؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د ډېری بندونو جوړولو کار معمولاً د تخنیکي نیمګړتیاوو یا نورو لاملونو له کبله په پرله پسې توګه له ځنډ او خنډ سره مخامخېږي. خو دا ځل د غور د پوزه لیچ بند د تخنیکي او اداري ستونزو ترڅنګ له یوه بل ګواښ سره هم مخامخ شوی. د غور مرکز ته نژدې د پوزه لیچ برېښناکوټ د پروژې ساتونکي د شونتیاوو او تنخا د نشتوالي له کبله شکایت کړی.

دوو ساتونکو یې بي بي سي ته د تیلېفون له لارې وویل، شپږ میاشتې کېږي چې دوی ته معاش نه دی ورکړل شوی. وایي نه اوبه لري او نه ډوډۍ او هېڅوک یې غږ نه اوري

.

دوی وايي، په ورځ کې درې سوه افغانۍ یې معاش ورکوي، خو همدا معاش هم شپږ میاشتې کېږي چی نه دی ورکړل شوی. وایي شپږ تنه یو ټوپک لري هغه هم ډزې نه کوي.

د راتب جاوید شرکت چارواکو - چې د بند جوړولو د چارو مسؤولیت لري - رسنیو ته ویلي، دوی د بند د ساتونکو د معاش په برخه کې هېڅ مکلفیت نه لري او دې ته له اوله هم ژمن نه وو.

د بند جوړولو چارې ولې لاس په لاس شوې؟

داسې ښکاري چې د څو ملي او نړیوالو شرکتونو ترمنځ د دې پروژې لاس په لاس کېدل د پروژې د ځنډېدو مهم لامل دی. ټاکل شوې دا بند په پنځو کلونو کې جوړ شي.

درې کاله مخکې یوه روسي شرکت د دې بند د جوړولو تړون لاسلیک کړ، خو چارې یې بل شرکت ته وسپارل شوې او هغو بیا د راتب جاوید په نوم دریم شرکت ته سپارلې دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي دوی به د اعتراض کووونکو غږ اړوندو څانګو ته ورسوي:

"د راتب جاوید شرکت مکلفیت لري خپل د بند ساتونکو امنیتي ځواکونو تنخا ورکړ؛ ځکه چې د دوی معاش د مستوفیت له لارې نه اجرا کېږي او سیمه ییزه اداره په دې برخه کی دخالت نه لري، خو که بیا هم راتب جاوید شرکت غفلت وکړي، نو سیمه ییزه اداره به د ساتونکو غږ اړوندو څانګو ته ورسوي."

د غور مرکز ته نژدې د پوزه لیچ بند جوړول په تېره یوه لسیزه کې د غور د اوسېدونکو اصلي غوښتنه وه. د غور د مدني ټولنې یو فعال حسن حکیمي وايي:

"درې کاله کېږي چې له بده مرغه تراوسه د دې بند لس سلنه کار پرمختګ نه دی کړی. د غور خلکو په وار وار اعتراض کړی. سږ کال په هغو اعتراضونو کې چې یوه میاشت یې دوام وکړ او خلک په خیمو کی ځای په ځای شوي وو، یوه مهمه غوښتنه یې دا وه چې د دې بند د جوړولو کار باید نور و نه ځنډېږي، خو له بده مرغه بیا هم دولت یې له پامه غورځوي."

پوزه لیچ بند چې د غور مرکز ته نژدې د هریرود پر سر جوړېږي تر جوړېدو وروسته به د څلور میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. غور چې په غرونو کې ایسار ولایت دی، سړکونه یې تراوسه نه دي جوړ شوي - برېښنا ته هم لاسرسی نه لري او خلک یې ډېر بېوزله او محروم دي.