امریکایي جنرال طالبانو ته: د بمونو باران راروان دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو په مورچلو د افغان هوایي ځواکونو هوایي بریدونه د بهرنو ځواکونو په پرتله دوه چنده زیات شویدي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جیمز هکر وایي چې د تیر کال په پرتله د افغان هوایي ځواکونو وړتیا او ظرفیت لوړ شوی، او په اوس وخت کې افغان هوایي ځواکونه د بهرنو ځواکونو په پرتله دوه چنده زیات هوایي بریدونه کوي.

جنرال جیمز زیاته کړه چې "ډیر ژر به په طالبانو د بمونو باران وشي چې د لیزر په واسطه خپل هدف ولي

."

دغه امریکایي جنرال په پنټاگان کې خبریالانو ته وویل چې افغان هوایي ځواکونه په اوسط ډول هره اونۍ ۴٠ هوایي بریدونه کوي. ناټو ځواکونه بیا یواځي ٢٥ هوایي عملیات کوي.

همداراز هغه وویل چې د افغانستان قواوو په ٢٠١٧ کال کې په ټول ملک کې په مجموعي ډول ٢٠٠٠ هوایي حملې کړیدي. په دی برسیره د امریکا په مشرۍ قواوو تیر کال کې د ١٠٠٠ نه زیات هوایي بریدونه کړیدي.

جنرال جیمز چې په پنټاگان کې یې د خبریالانو سره د ویډیو د لارې دغه خبرې کولی دا هم وویل چې امریکا کوښښ کوي چې د افغانستان هوایي قواوو ته په لسگونو داسې جنگي الوتکې وسپاري چې د لیزر په راکټونو مجهزې وي.

اوس مهال د افغانستان هوایي قواوې دولس اې ـ ٢٩ جیټ الوتکې لري او داسې نیت دی چې د دغو الوتکو شمیر ٢٥ ته ورسوي. جنرال جیمز دا ادعا هم کوي چې د جنگ په میدان کې طالبان د ماتې سره مخامخ دي او د ناامیدۍ نه یې د ملیکانو وژل شروع کړیدي چې خپل حضور ثابت کړي