اسلام اباد کې "پښتنو لومړی ځل د خپل حق لپاره احتجاج کړی"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په اسلام اباد کې د راغونډ شويو پښتنو احتجاجي ناسته لا هم دوام لري او د پاکستاني پولیسو هغه پخوانی مامور چې له واکمنو نیولې بیا تر سترې محکمې ټول يې د نیولو هڅې کوي، لاهم ورک دی.

احتجاج کوونکي پښتانه وايي، تر هغه به ستانه نه شي، چې راو انوار نیول شوی نه وي او سزا ورکړل شوې نه وي.

په احتجاج کوونکو پښتنو کې ورځ تر بلې خواشيني زیاتېږي او دې اندېښمن کړي هم دي، چې ولې یو کس لاهم دومره توان لري، چې د پاکستان امنيتي ارګانونه يې نه شي نیولی

.

له بي بي سي سره په خبرو کې په دغه احتجاج کې شریک یو فعال ګل مرجان وايي، "د قبایلو او پښتونخوا پښتنو د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې لومړی ځل د خپل حق لپاره په یوه خوله غږ پورته کړی او له یوه مخه په احتجاج شوي دي".

نوموړی زیاتوي، "که يې پاکستاني واکمنو غوښتنې ونه منلې، پښتانه مجبور دي، چې بین الملل (نړيوالې ټولنې) ته خواست وکړي".

د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې د نقيب مسيد د وژل کېدو پېښه به وڅېړي. د پاکستان سترې محکمې رییس د پېښې په تړاو له سند پولیسو غوښتي، چې بشپړ معلومات ورکړي.

د فعال ګل مرجان په خبره د قبایلي سیمو او پښتونخوا پښتنو تل د کشمیر او فلسطین په حق کې احتجاجونه کړي او په کشمیر کې خو ان جنګېدلي هم دي، لاکن د اوسني احتجاج په څېر وړاندې کله هم د خپل حق لپاره په احتجاج شوي نه دي.

منظور پښتون هغه زلمی فعال دی، چې له وزیرستان څخه يې پیاده دغه احتجاجي لاریون را پېل کړ او د پښتونخوا له بېلا بېلو سیمو څخه تر تېرېدو وروسته اسلام اباد ته ورسېدل. وايي، "موږ هیله من وو، چې د پاکستان واکمن به مو غږ واوري".

ښاغلی پښتون زیاتوي، "له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې چې په قبایلو او پښتونخوا کې کوم زیاتی له پښتنو سره کېږي، د هغه ضد يې دغه ګام پورته کړی او هم ځکه پښتانه ټول سره را غونډ شوي، چې راتلونکی مو وژغورل شي".

که څه هم د پښتنو مخکښ ملتپال سیاسي مشران اسفندیار ولي خان او محمود خان اڅکزی تراوسه لاهم دغه احتجاج ته ورغلي نه دي، خو ګڼ ځوانان پلویان يې له دغو احتجاج کوونکو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او شپې ورځې يې له دې احتجاج کوونکو سره تېرېږي.

له دې سره چې په اسلام اباد کې دغه پښتانه په احتجاج ناست دي، پر خواله رسنیو بیا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتنو له دوی سره خواخوږي کړې او د نقیب مسید د وژونکو د نیولو غوښتنه يې کړی.

پر خواله رسنیو "د نقیب مسید لپاره انصاف"، د "پښتنو لانګ مارچ"، "پښتانه د ریاست ترهګري نه مني" او داسې نور شعارونه دي، چې په زرګونو کسانو يې په تړاو خبري کړې، شعرونه او سندري يې خپرې کړې دي.