افغان او پاکستاني پلاوي په کابل کې خبرې پیل کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د شنبې په ورځ د پاکستان د حکومت یو لوړپوړی پلاوی له افغان چارواکوا سره د خبرو لپاره کابل ته رسیدلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو پر وینا، په دغه پلاوي کې چې مشري یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه کوي، د پاکستان پوځي او ملکي لوړپوړي مامورین شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، پاکستانی پلاوی له افغان لوري سره د شوې موافقې پر بنسټ کابل ته سفر کړی او دواړو خواو له تروریزم سره د پریکنده مبارزې په ځانګړي ډول په کابل کې د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه خبرې پیل کړې دي

.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په نننۍ غونډه کې به دوه اړخیزې ژمنې وارزول شي او تمه ده چې دواړه خواوې به په ځانګړي پلان، چې په کې څرګند زماني چوکاټ او عملي اقداماتو ته ځای ورکړل شوی وي، موافقې ته ورسیږي.

د پاکستان دغه حکومتي پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د جمعې په ورځ ولس ته په خطاب کې پاکستان د طالبانو مرکز وباله او په هغه هیواد کې یې د طالبانو په خلاف پر عملي اقداماتو ټینګار وکړ.

تیره اونۍ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي په یو نااعلان شوي سفر اسلام اباد ته سفر وکړ او د پاکستان د صدراعظم په مشرۍ يې د دغه هیواد له پوځي او ملکي چارواکو سره په افغانستان کې د وروستیو تروریستي بریدونو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې پاکستان ته یې د یو شمیر ترهګرو نوملړ او د تروریستي ډلو د روزنیزو مرکزونو په اړه اسناد او شواهد سپارلي دي.

ټاکل شوې چې د افغان حکومت او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو پایلې، نن له غرمې وروسته په یو ګډ خبري کنفرانس کې له رسنیو سره شریکې شي.