افغان ځواکونو د کابل پر انټرکانټیننټل هوټل وسله وال برید پای ته رسولی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان امنیتي چارواکي وايي، د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل وسله وال برید یې د بریدګرو په وژلو پای ته رسولی دی.

په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي چې یوه بهرنۍ هم پکې ده او شپږ نور کسان ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت وايي څلور ټپیان پولیس سرتېري دي.

طالبان وايي برید دوی کړی

.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه برید د حقاني شبکې کار بولي چې وايي "پټنځایونه یې له هېواده بهر دي ".

افغان ځواکونه وايي، دوی توانېدلي ۱۶۰ کسان وژغوري چې پکې ۴۱ بهرنیان دي.

عیني شاهدان وايي په هوټل کې ایسارو خلکو د ځان ژغورنې هڅه کوله. په یوې خپره شوې ویډیو کې یو کس لیدل کېږي چې غواړي د یوه ټوکر په مرسته د هوټل له برنډې لاندې کښته شي، خو له هماغه ځایه لاندې لوېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، پېښه تېر ماخوستن شاوخوا نهه بجې رامنځته شوه چې افغان امنیتي ځواکونه سملاسي د پېښې ځای ته ورسېدل او له بریدګرو سره یې نښته پیل کړه.

دی وايي، څلورو بریدګرو تېر ماخوستن شاوخوا نهه بجې برید پیل کړ چې نژدې له دولس ساعته جګړې وروسته یې اوس هوټل خوندی کړی. بریدګر د پخلنځي له لارې هوټل ته ننوتي ول.

افغان امنیتي چارواکي وايي څېړنې به ترسره کړي چې بریدګر څنګه توانېدلي دغه هوټل ته لارومومي. دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت وايي، له دوو اونیو راهیسې د یاد هوټل د امنیت چارې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې وې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوې خبرپاڼه کې دغه برید غندلی او پر "ترهګرو ډلو او ملاتړو یې د فشار راوړلو" په پار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او افغان دولت ترمنځ اجماع ته اشاره کړې ده.

اجراییه ریاست بیا د داسې بریدونو لامل د جګړې په لیکو کې د وسله والو مخالفینو پاتې راتلل بولي.

ویل کېږي، په هوټل کې مراسم روان و او د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي د مراسمو ګډونوالو ته تلفات نه دي اوښتي. له دې مخکې پر هوټلونو، رستورانونو یا د ګڼې ګوڼې پر کوم بل ځای د بریدونو استخباراتي رپوټونه تېرو دوو ورځو کې ورکړل شوي وو.

یوې افغان امنیتي سرچینې اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، څلور بریدګر د هوټل ودانۍ ته ننوتل او د هوټل پر 'مېلمنو یې ډزې وکړې. '

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له قوله ویل شوي، چې بریدګرو کې ځانمرګي هم ول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په خبره بریدګرو د هوټل پخلنځي ته اور ورته کړی و. په ورته مهال د ملي امنیت ادارې یوه چارواکي له قوله ویل شوي، چې د هوټل څلورم پوړ کې هم اورلګېدلی و.

د هوټل له دننه یوه میلمانه اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي:

''نه پوهېږم چې بریدګر په هوټل کې دننه دي او که نه، خو د لومړي پوړ له شاوخوا د ډزو غږونه راځي. ''

په ځينې رپوټونو کې ویل شوي، هوټل کې د برید پر مهال له ولایتونو د راغلیو چارواکو یوه غونډه کېده، چې د معلوماتي تکنالوژۍ په تړاو وه.

تر دې برید څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت د ناامنۍ خبرتیا کې د پلازمېنې پر هوټلونو د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.

په هغې خبرپاڼه کې چې د امریکا سفارت پر پنجشنبه خپره کړې وه راغلي ول چې د اطلاعاتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د دې احتمال شته چې په راتلونکو څو روځو کې بنسټپال د کابل پر هوټلونو برید وکړي. په دې خبرپاڼه کې د هوايي ډګر شاوخوا نړیوالو هوټلونو ته اشاره شوې وه.

انټر کانټیننټل د دولت ملکیتي هوټل دی، چې معمولاً پکې غونډې او نور مراسم تر سره کېږي او بهرني میلمانه هم د اوسېدو لپاره ورځي.

د ۲۰۱۱ کال په جون کې هم پر دغه هوټل ځانمرګي برید شوی و، چې د ۱۰ ملکي کسانو په ګډون ۲۱ کسان پکې وژل شوي وو.