انتونیو ګوتېرېش: له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغان حکومت دنده نه ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اورپکۍ پروړاندې مبارزه کې له افغان دولت سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

انتونيو ګوتېرېش چې د ملي امنیت شورا تېر ماښام غونډې ته وینا کوله، ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونو په ګډون ټوله نړۍ باید په دې مبارزه کې له افغانانو سره ودرېږي.

"ټوله نړۍ د افغانستان پر سوله، ثبات او پرمختګ کې ونډه لري، په دې برخه کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی رول لوبولی شي. د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ګډه جغرافیه، تاریخ او پیاوړي کلتوري اړیکي، د دوه اړخیزو ګډو پروژو، سوداګرۍ او راکړې ورکړې لپاره زمینه برابروي."

ښاغلي ګوتېرېش زیاته کړه: "افغان حکومت د سخت دریځۍ پروړاندې جګړه کوي. ترهګري او تنظیم شوي جرمونه پر ټوله سیمه اغېز لري. دې برخه کې د ګواښونو له منځه وړل یوازې د افغان حکومت دنده نه ده. د ترهګرۍ پرضد ګټوره مبارزه سیمه ییزه او څو اړخیزه همکاري غواړي."

د افغانستان په اړه د ملي امنیت شورا دا غونډه یوه اونۍ وروسته تر هغه جوړه شوې، چې ددغې شورا یوه جګپوړي پلاوي کابل ته سفر وکړ

پلاوي له نژدې د دغه هېواد د وضعیت جاجولو او د افغان دولت له مشرانو سره له لیدنو کتنو وروسته د ټیکاو، سولې او فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان دولت د هڅو ملاتړ وکړ.

نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت کرزي پر دې خوښي وښوده چې نړیوال اوس د افغان ولس له هغې غوښتنې سره همغږي شوي چې باید سیمه کې د ترهګرو پټنځیو مسلې له منځه وړلو ته پام واړول شي:

"تجربو ښودلې چې ترهګري پر موږ او تاسو ټولو اغېز لري. د ترهګرۍ له منځه وړلو چاره یوازې د یوه هېواد د وس خبره نه ده، دا مبارزه هر اړخیزه همکاري غواړي. دغه راز موږ باید د نشه يي توکو پرضد ګډه مبارزه وکړو."

ښاغلي کرزي دا هم وویل، له پوځي لارې د اورپکو پروړاندې د مبارزې سربېره، افغان دولت له خپلو وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرو هڅه هم کوي.

نوموړي وویل، د راتلونکې فبرورۍ پر ۲۸مه به د کابل بهیر دویمه غونډه وشي او افغان دولت به د سولې راتلو او ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې خپله لارنخچه نړیوالو ته وړاندې کړي.