'پولیسو سره ډزو کې' د نقیب الله مسېد وژل کېدو پېښې څېړنې امر

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان سند ایالت کورنیو چارو وزیر سهیل انور سیال د کراچۍ مېشتې وزیرستاني ځوان نقیب الله مسېد وژل کېدو پېښې د څېړنې امر کړی دی.

له دې مخکې د کراچۍ ملیر سیمې پولیسو مشر راو انور ادعا کړې وه، چې نقیب مسېد د کراچۍ ښارو یوې څنډې عثمان خاصخیلي ګوټ سیمه کې له پولیسو سره متقابلو ډزو کې وژل شوی دی، خو داسې تورونه شته، چې ګواکې پولیس بې محاکمې وژنې کوي

.

پر خواله رسنیو د نقیب مسېد له وژل کېدو وروسته تاوده بحثونه راپورته شول او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو زوی بلاول بوټو چې سند کې د واکمن پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر دی، د پېښې څېړنې امر وکړ.

له دېره اسماعیل خان سیمې د نقیب الله مسېد یوه خپلوان نور رحمان د ټیلیفون له لارې بي بي سي ته وویل، نقیب الله په ملکي کالیو کې د جنورۍ پر درېیمه شپه پولیسو د کراچۍ له سهراب ګوټ سیمې شیراغا هوټله بیولی و، چې څلور ورځې وروسته یې په اړه دوی خبر شول.

د نقیب وروڼه دوبۍ کې ژوند کوي او د کورنۍ نور غړي یې د سویلي وزیرستان مکین په رزمک کلي کې اوسي. نور رحمان وايي پر خواله رسنیو یې د یوه وژل شوي ځوان تصویر ولید، چې پړ مخي پروت دی او لوی ویښته لري. نوموړی وايي، د مړي د لاسونو او مړوندونو له لیدو وروسته یې د نقیب مړی وپېژاند. د ملیر سیمې پولیس مشر راو انور چې ادعا کوي نقیب پولیسو سره نښته کې وژل شوی وايي:

نقیب الله د نسیم الله په نامه پېژند پاڼه یا شناختي کارډ جوړ و، پولیسو یې لټون کاوه، چې له ډېره اسماعیل خان سیمې کراچۍ ته څېرمه حب سیمې ته راغلی و او هلته اوسېده. نوموړی وايي، ولې یې د نسیم الله په نامه شناختي کارډ جوړ کړی و؟ او له هغومجرمانو سره یې څه کول، چې دی ورسره یو ځای ووژل شو؟

د نقیب الله کورنۍ په اړه یې خپلوان وايي، چې درې ماشومان لري، چې د دوو او نهو کلونو تر منځ عمرونه لري او اوسمهال ډیره اسماعیل خان ته د ماما خېلو کره تللي وو.

د نقیب مسېد خپلوان نور رحمان بیا وايي، نقیب الله ۲۰۰۸ کال کې کراچۍ ته راغی او د حب څوکۍ سیمې یوه کارخانه کې یې مزدوري کوله. وروسته یې د ټوکرانو کاروبار پرېکړه وکړه او د دې کاروبار لپاره یې په سهراب ګوټ سیمه کې دکان هم تر لاسه کړی و. بل لور ته پولیس افسر راو انور وايي:

نقیب الله غوښتل د کراچۍ ابوالحسن اصفهاني روډ سیمې یوه دکان کې له اویا تر اتیا لکو روپیو پورې پانګونه وکړي، که د هغه د خپلوانو خبره ومنل شي، چې کارخانه کې یې مزدوري کوله، دومره پېسې له کومه راوړې؟ ایا دا ممکن ده، چې د کارخانې مزدور دومره پېسې ولري، چې هم یې کور ته واستوي او هم یې دکانونو کې پانګونه وکړي؟

کراچۍ کې له دې مخکې هم د بې محاکمې وژنو شکایتونه شوي دي. د بشري حقونو کمېسیون په وینا یوازې کراچۍ کې تېر کال ۱۴۶ کسان له هر ډول محاکمې پرته د پولیسو او نورو امنیتي ادارو کسانو له لوري وژل شوي دي. له دې ډلې د ۱۴۰ کسانو په اړه ویل شوي، چې پولیسو سره متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.