د جعلي سندونو افشاګرۍ کې 'ماهرانه سوداګري'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بي بي سې رادیو ۴ یوې څېړنیزې لړۍ موندلې ده، چې زرګونو بریتانیايي وګړو پاکستان کې د جعلي ډیپلومونو 'ډیپلومه مېل' په پېرلو څو میلیونه پونډه لګولي دي.

په پېرودونکو کې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې سلاکاران، نرسان او لویه برخه دفاعي قراردادیان هم شامل دي.

یوه بریتانیايي پېردونکي پر جعلي اسنادو نژدې ۵۰۰،۰۰۰ پونډه لګولي

.

د پوهنې وزارت ویلي دوی د جعلي اسنادو مخنیوي لپاره 'غوڅ اقدامات کوي ' چې په وینا یې وکولای شي له'رښتینو محصلینو سره د ټګۍ برګۍ مخه ونیول شي. '

اکزاکټ چې په نړیواله کچه د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی شرکت دی، د سلګونو انلاین پوهنتونونو یوه شبکه جوړه کړې، چې د یوه کراچۍ مېشتي اړیکو مرکز کارکوونکي یې چارې مخته وړي.

د بروکلین پارک پوهنتون او نېکسون پوهنتون په څېر نومونه، په موسکه خوله د محصلینو انځورونه او ان ځینې وخت داسې جعلي خبري مطالب خپروي چې د بنسټونو د ستاینې سندرې وايي.

د بي بي سي له خوا ترلاسه شویو اسنادو ښودلې، چې تر ۳۰۰۰ ډېر اکزاکټ جعلي تعلیمي سندونه یوازې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې پر بریتانیا مېشتو پېردونکو خرڅ شوي چې د ماسټرۍ او دوکتورا (پي ایچ ډي) سندونه هم پکې دي.

په دې اسنادو کې دا هم راغلي، چې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې د کلینیکونو کارکوونکو، د سترګو ډاکټرانو، نرسانو او ارواپوهانو او مشاورینو هم دا ډول جعلي سندونه اخیستي.

د لندن ټیچینګ روغتون یوه سلاکار په کورنیو درملو کې یو ډیپلوم په ۲۰۰۷ کال له بېلفورډ پوهنتون څخه اخیستی و.

دغه ډاکټر چې وړاندې د جرمي اتهام د راپور ورکولو کې د پاتې راتلو له کبله د عمومي طبي شورا له خوا ډیسیپلیني عمل ورسره شوی و، بي بي سي ته وویل، ده له دغو ډیپلومونو ګټه نه ده اخیستې، ځکه چې "د تایید باور نه شي پرې کېدای".

د بې هوښۍ اړوند یوه متخصص چې د "روغتون مدیریت" کې یې ډیپلوم پېرلی و، وویل بریتانیا کې یې له دغو اسنادو ګټه نه ده اخیستې.

او د ماشومانو د بېړنیو درملو یوه سلاکار چې د روغتیاپالنې ټکنالوژۍ کې یې د ماسټرۍ ډیګري پېرلې، وویل کله چې بي بي سي ددغو اسنادو د جعل په اړه رپوټ خپور کړ، دی یې هک پک کړ.

په لویه کچه ستونزې

عمومي طبي شورا ویلي، مامورین یې د خپلو هر ډول اضافي تحصیلي اسنادو د تایید لپاره طبي ډیپلومونو ته اړتیا لري.

خو د لوړو زده کړو د ډیپلوم ډېټاچېک اجراییوي مشر جېن روولي وايي، د بریتانیا یوازې ۲۰ سلنه کار ورکوونکي د دندو غوښتونکو تحصیلي اسناد په سمه توګه ګوري.

په داسې حال کې چې بریتانیا کې د جعلي سند پېرل ناقانونه عمل نه دی، خو د کار موندلو په پلمه د جعلي سند وړاندې کوونکی ان په لس کاله بند هم محکومېدای شي.

د بریتانیا د ملي روغتیايي ادارې د کار ورکولو برخې اجراییوي مشر ډېني مورټیمر وايي، دغه اداره د اسنادو د کره والي په اړه ډېر باوري کار کوي.

هغه وویل، له هر چینل نه د تر لاسه شويو اسنادو او جعلي فعالیتونو په اړه پولیسو ته خبر ورکول کېږي.

په ۲۰۱۵ کال، اکزاکټ په نړیواله کچه تر ۲۱۵،۰۰۰ ډېر جعلي سندونه خرڅ کړي، چې یوازې هماغه کال یې د ۵۱ میلیون ډالرو تحصیلي سندونه، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دواړو پکې وو، خرڅ کړي.

د اېف بي ای پخواني مامور الن ایزل، چې له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې د اکزاکټ پر څېړنې بوخت دی وویل: "موږ په ګرده نړۍ کې په یوه ویښه ټولنه کې اوسېږو. نو له هغه وخته چې کاغذي پاڼو ارزښت پیدا کړی، نو داسې کسان شته چې جعلي کارونه کوي، چاپوي او خرڅوي یې."

"کار ورکوونکي د اسنادو [پاڼو] د کره والي په اړه لازم زحمت نه وباسي، همدا ده چې جعلي کار دوام کړی. "

'ډېره جدي مساله'

دفاعي قراردادي اېف بي د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ منځ کې د اوو کار کوونکو لپاره د اکزاټ جعلي ډیپلومونه پېرلي، چې دوه په کې د چورلکې د پیلوټانو وو.

له دغو کارکوونکو یوه یې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، ډېر ژر به د کاراکارو کاریبین ټاپو کې د کار کولو یو قرارداد ورکړل شي، ځکه سیمه ییز حکومت پرېکړه کړې چې هلته ټول کار کوونکي باید ډیپلوم ولري:

"موږ له لیرې پر تعلیم [ناحضوري تعلیم] تکیه کوله او له دغه انلاین پوهنتون سره قرارداد شوی و. دا کار یوازې ددې لپاره شوی، چې په دې هېواد کې کار کولو ته دوام ورکړل شي."

"هرڅوک پوهېږي دوی ښه نیت نه درلود، خو هېچا ستونزه نه ورسره لرله. "

په ۲۰۱۵ کال د نیویارک ټایمز د اکزاکټ اجراییوي مشر له کاره پرده پورته کړه، چې بیا وروسته ونیول شو اود پاکستاني چارواکو له خوا پوښتنې ګروېږنې ترې پیل شوې.

مشر مدیر عمیر حامد د ۲۰۱۷ کال اګسټ میاشت کې په اکزاکټ جعلکارۍ کې د لاس لرلو په تور په ۲۱ میاشتو بند محکوم شو.

خو حکومت کې د فساد د ادعاوو له کبله د پاکستان څېړنې ودرول شوې.

الن ایزل وايي، اکزاکټ هر وخت انلاین پوهنتونونو چلولو ته دوام ورکړی او اوس یې ټولې څانګې تورلست کې شاملې شوې:

"دا په ټوله کې نوې لوبه ده، معمولاً ډیپلومه مېل هغه مهال پای ته رسېږي چې تاسو ډیپلوم ترلاسه کړئ. دا یې اوس پیل دی. تاسې داسې ټیلیفوني تماس ترلاسه کوئ، چې ګني د کوم سفارت یا محلي حقوقي دفتر به وي او ستاسې د نیولو یا ایستلو ګواښ کوي".

په سعودي عربستان کې مېشت بریتانیایی انجینر سیسیل هارنر وروسته تر هغه چې نژدې ۵۰۰۰۰۰ پونډه یې د جعلي اسنادو لپاره ورکړي وو، لاهم له اکزاکټ څخه د ګواښ ټیلیفونونه ترلاسه کوي.

د هارنر زوی مالکولم وايي، باور کوي پلار یې - چې په ۲۰۱۵ کال کې مړ شوی، دغه تحصیلي اسناد له دې کبله پېرلي چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو وېره یې لرله:

"دا کار مې سخت په غوسه کوي. دا د تشخیص وړ کار نه دی، دغه وېبپاڼې لاهم شته او نه شي بندېدای".

د دغه رپوټ د جوړېدو تر شېبې پورې، اکزاکټ له بي بي سي سره مرکې ته ځواب نه دی ویلی.