د ترکیې غونډه؛ طالبانو د "مُلا هبت الله او حقاني په اجازه" مذاکره کړې ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ولسمشر سلاکار او د حزب اسلامي د ګوند یو غړی همایون جریر وایې چې د حکومت په خوښه یې په ترکیې کې له طالبانو سره د سولې غیر رسمي "تفاهمي غونډه" کړې ده.

د افغانستان حکومت او د طالبانو د ډلې یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد د ترکیې په خبرو کې د خپلو استازو ګډون رد کړی دی.

د ولسمشر محمد غني ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي چې "هغه افراد او اشخاص چې په ترکیې کې د طالبانو له ځینو غړو سره خبرې کړي دي، د افغانستان له حکومت څخه استازیتوب نه کوي

."

ښاغلي جریر له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې ویلي دي چې د ترکیې غونډې ته په رسمي مکتوب راغلی او "هرڅه چې دلته (په غونډه کې) کیږي حکومت ته انتقالیږي".

جریر پدې اړه چې د طالبانو استازي له کوم هېواد څخه ترکیې ته سفر کړی څه نه وایې خو ټینګار کوي چې د طالبانو پنځه کسیز پلاوی "د مُلا صاحب هبت الله، مولوي صاحب یعقوب، حقاني صاحب او نورو مهمو مشرانو څخه اجازه لري."

له همایون جریر سره د امریکا غږ د خبریال احمد شکيب دوست بشپړه مرکه دلته لیدلئ شئ.