واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشر پرون (پنجشنبه) وویل د امنیت شورا د غړو هېوادونو چارواکي غواړي له افغانانو سره د یووالي د څرګندولو په خاطر افغانستان ته سفر وکړي.
دوی به له افغان دولتي چارواکو سره او دغلته حالات په خپله له نږدې وګوري.
د قزاقستان سفیر خیرات عمروف-چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پړاویز مشر دی- ویلي د امنیت له شورا نه په تېرو اوو کلونو کې څوک افغانستان ته نه دی تللي
:
"له دې سفر سره به د امنیت شورا غړي پوه شي چې افغانستان څه شي ته اړتیا لري او څه هیله لري"؟
نوموړي له رسنیو سره خبرو کې هیله وښوده چې د دې سفر مشري وکړي خو دا چې دا سفر به کله ترسره شي په دې هکله یې څه نه دي ویلي.
د چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي د امنیت شورا د افغانستان په تړاو خپلې اندېنښې لري، ځکه دا سفر پلانوي:
"که حکومت د نړیوالې مرستې د دوام، له اوسنۍ کشالې د وتلو لپاره د سولې فشار او د افغانستان په هکله د سیمه ییزې همغږۍ رامنځ ته کولو برخه کې د امنیت شورا ملاتړ خپل کړي، دا به لوی پرمختګ کوي".
د سولې خبرو ملاتړ
عمروف دا هم وویل، چې افغانستان ته پکار دي له ترهګرۍ، د نشه يي توکو د قاچاق او پلاني جرمونو سره مبارزه وکړي.
په ورته مهال یې له سیمې سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پر زیاتېدلو هم ټینګار وکړ.
هغه دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ملاتړ کوي:
"افغان حکومت د سولې خبرو ته د طالبانو د کېنولو هڅه کوي، دا بهیر باید د افغانانو په مشرۍ وي او نړیواله ټولنه دې موخې ته د رسېدو لپاره له دوی سره مرسته کولی شي".
فیض محمد ځلاند دا سفر د سولې په برخه کې مهم بولي او وايي د امنیت شورا غړي به په دې سفر کې د افغانانو د بنسټیزو ستونزو په هکله ارزونه ولري:
"د دې ارزونې له مخې به د جګړې، د نشه يي توکو، فساد او د هغو د مخې د ډب کولو لپاره پر لارو چارو غور وکړي".
تر دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلا کار امنیت شورا ته د افغانستان د حالاتو په هکله جزییات ورکړي وو.
د امنیت شورا مشر عمروف دا معلومات په وخت او ډېر ښه بولي.
د روسیې او امریکا همکاري
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي د مک ماسټر له څرګندونو وروسته رسنیو ته وویل، چې دی د نوموړي له ډېرو خبرو سره جوړ دی.
واسیلي نبنزیا زیاته کړه، چې په دې یو مخ هوکړه لري چې افغانستان کې د روسیې او امریکا همکارۍ ضروري ده.
نوموړي تېر ډیسمبر کې د ولسمشر د پوتین خبرې هم یادې کړې چې په افغان کشاله کې یې د روسیې او امریکا د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی و.