د کورنیو چارو وزیر: پر ډیورند کرښه د پاکستان د سرغړونو شکایت مو "م. م" ته سپارلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د سرغړونو په اړه خپل شکایت له هغه هېواد او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا سره شریک کړی دی.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو له‌خوا د اغزن سیم د غځولو موضوع مشرانو جرګه اړ کړه چې د هېواد د امنیتي ځواکونو مسؤلین استجواب کړي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۳» په دغې استجوابیه غونډه کې وویل، افغان حکومت د یادې ستونزې د هواري په هدف خپل رسمي اعتراض د پاکستان له حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا سره شریک کړی دی

.

ښاغلي برمک وویل، د ترهګرو د مخنیوي لپاره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځول، د ستونزې حل نه، بلکې د ده په خبره، اساسي کار په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو له‌منځه وړل دي.

ښاغلي برمک زیاته کړه:

"موږ د موجوده ټولو مېکانیزمونو لکه د بهرنیو چارو وزارت، سفارت او بالاخره، په دوه اړخیزو ناستو کې چې د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو ترمنځ په تېرو ۱۰ یا ۱۰ کلونو او بېلابېلو وختونو کې ترسره شوي، تل دغه موضوع مطرح کړې او د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې د اغزن سیم د غځولو او ودانیو مخه ونیسي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له څه مودې راهیسې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځول پیل کړي او تر اوسه‌یې دغه سیم لسګونه کېلو متره غځولی دی.

د پاکستان دغه اقدام د افغان چارواکو او خلکو اندېښنې راپارولي او د پاکستان پر خلاف‌یې ناستې او غونډې جوړې کړې دي.

سربېره پر دې، د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان له لوري د توغندیو توغول بله موضوع ده چې د کورنیو چارو وزارت‌یې په اړه خبرې کوي.

د کورنیو چارو وزیر وویل، د روان کال د حمل له میاشتې راهیسې د هېواد پر ۶ سرحدي ولایتونو چې ۱۵ ولسوالۍ او ۹۶ سیمې په‌کې شاملې دي، د پاکستان له لوري توغندي توغول شوي دي.

ښاغلی برمک وايي، په دې موده کې ۴۵۹ ځلې توغندي توغول شوي او په ځینو سرحدي سیمو ۸۸۲۳ توغندي لګېدلي چې خلکو ته‌یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي چې د امنیتي ځواکونو پر فعالیتونو یې انتقاد کاوه، ویې‌ویل چې دغه ځواکونه تر اوسه ولې نه‌دي توانېدلي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د سرغړونو مخه ونیسي؟

پاکستاني چارواکو مخکې تر دې ویلي چې دغه کار هغه هېواد ته د ترهګرو د مخینوي په هدف کوي.

د دفاع وزارت مرستیال هلال‌الدین هلال د مشرانو جرګې په دغې استجوابیه غونډه کې وویل، که څه هم د شته ستونزو د هواري لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې شوي، خو بیا هم دغه ستونزه باید د خبرو اترو له لارې هواره شي.

ښاغلی هلال وایي:

"د پولو د ساتلو لپاره د دفاع وزارت چې د پراختیا په حال کې دی، دغه امکانات نه‌لري، دا ادامه لري او موږ هیله‌مند یوو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مستقیم مذاکرات چې د افغانستان ولسمشر یې په اړه تصمیم لري، وکړای شي چې دواړه هېوادونه دغه ستونزه په خبرو اترو حل کړي."

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي، پاکستان د امنیت د ټینګښت په پلمه غواړي چې د ډیورند په کرښه دېوالونه ودروي، حال دا چې دا کار د نړیوالو اصولو خلاف دی.

مېرمن اکبري وايي، دا د افغان حکومت دنده ده چې په دې اړه خپل غږ نړیوالو ته ورسوي چې پاکستان له خپلو دغو غیر قانوني کړو لاس واخلي.