نور: لا والي یم، یوازې د جمعیت پریکړه منم

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلخ پخوانی والي او د اسلامي جمعیت ګوند اجرايي رئیس عطا محمد نور وايي، د هغه د دندې په اړه د خپل ګوند له پریکړې پرته د بل چا اقدامات ورته د منلو وړ نه دي.
ښاغلي نور د شنبې په ورځ په بلخ ولایت کې د اسلامي جمعیت د ګوند پخواني قوماندان ذبیح‌الله د دیرشم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې، ولسمشر غني د ملي یووالي د حکومت د سیاسي موافقې پر نقضولو او اجرائیه رئیس عبدالله یې د خلکو د رایې په وړاندې په ناغیړیو تورن کړ

.
د هغه پر وینا، دی د افغانستان په کچه په لویو سیاسي معادلو کې شریک دی او د داعش او طالبانو د حضور د مخنیوي لپاره د بلخ د والي په توګه دنده ورته 'ډيره وړه' ښکاري.
هغه ټینګار وکړ، چې د چا د مکتوب پر بنسټ د بلخ د ولایت مقام نه پریږدي او زیاته یې کړه "که چا یو ګام وړاندې کیښود زه لس ګامه مخکې کیږم، زه باد راوړلی مامور نه یم، زه د جمهور رئیس په کاغذ باندې ګومارل شوی مامور نه یم، دلته دې اشتباه نه کوي".
تیره اونۍ ارګ اعلان وکړ، چې ولسمشر غني د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور استعفی منلې او پر ځای یې انجینر داوود ګومارلی دی.
ښاغلي نور دغې مسلې ته په اشارې وویل، چې د هغه په ګوښه کولو کې د ولسمشر غني په پرتله اجرائیه رئیس عبدالله لوی لاس لري.
د بلخ پخواني والي، په حکومت کې د اسلامي جمعیت ګوند د استازي په توګه په اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سخته نیوکه وکړه او وې ویل "هغه داسې یو وضعیت رامنځ ته کړی، چې ټول یې د تباهۍ کندې ته برابر کړي، خو پر موږ یې زور نه رسیږي".
د ښاغلي نور پر وینا، اجرائیه رئیس عبدالله د جمعیت نوماند دی او دغه ګوند حق لري، چې نوموړی له دندې لرې او یا هم ورته د پریکړو د منلو او نه منلو په اړه لارښوونه وکړي.
دا چې د ارګ د پریکړې په وړاندې ښاغلی نور څه اقدام کوي، نوموړي وویل "ما د جمعیت رهبرۍ ته صلاحیت ورکړی دی، د شهید رهبر مشر زوی صلاح‌الدین خان رباني او د رهبرۍ غړو ته، هر تصمیم او پریکړه چې کوي، صلاحیت لري او زما لپاره مرعي‌الاجرا ده، ځکه چې شرعي بیعت لرم، که ما ته ووايي د مزار له ښار څخه ووځه، زه وځم، که وايي زه په کور کې کښینه، کښینم".
هغه ټینګار وکړ، که د جمعیت رهبري ورته د ارګ د پریکړې په وړاندې د ودریدو مشوره ورکړي، دی به ورباندې عمل وکړي.
ښاغلي نور خبرداری ورکړ، که حکومت ورسره تفاهم و نه کړي، دی به د حکومت تر پایه د والي په توګه پاتې شي.
هغه له خپلو پلویانو څخه وغوښتل، چې د اړتیا پر وخت مدني حرکتونه پیل کړي او ټینګار یې وکړ، که د مدني حرکتونو له لارې یې غوښتنې و نه منل شي، د خپل ګوند د رهبري شورا په مشورې سره به په نورو لارو چارو اقدام وکړي.
ارګ او اجرائيه ریاست تر اوسه د ښاغلي نور د وروستي دریځ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.