ولسمشر غني د هرات - شمال سړک پرانیستو لپاره بادغیس ته تللی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان شمال لوېدیځ بادغیس ولایت ته د ستراتیژیک سړک قیصار - لامان پرانیستلو لپاره تللی. دا سړک لوېدیځ هرات ولایت له شمالي ولایتونو سره نښلوي.

وړاندې ویل شوي وو، چې د قیصار - لامان حلقوي سړک جوړولو چارې دوو چینايي او هندي شرکتونو ته سپارل شوې چې جوړېدل به یې دوه - دوه نیم کاله وخت ونیسي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې سفر کې ښاغلی غني د بادغیس امنیتي وضعیت هم ګوري او له امنیتي چارواکو سره به پرې خبرې وکړي

.

د تدارکاتو کمېسیون ددغه سړک د جوړېدو لپاره تر ۸۸ ملیون ډالرو ډېرې پیسې اعلان کړې دي.

د قیصار - لامان سړک جوړول د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه ده، چې ټول ټال ۸۲ کیلومتره اوږدوالی لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا سړک د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو یوه مهمه لار ده.

د دې سړک د جوړېدو لګښت د اسیا پراختیايي بانک ورکوي.

د افغانستان د پراختیايي لویو پروژو یوه موخه په هېواد کې د حلقوي سړک جوړول دي چې له کابله پیل او له شمالي، لوېدیځ او سوېلي ولایتونو بېرته کابل ته راګرځي.

افغان دولت په تېرو شپاړسو کلونو کې د حلقوي سړک د ډېری برخې په جوړولو توانېدلی، خو د قیصار - بالامرغان - لامان ۲۳۳ کیلومتره اوږده سړک جوړېدو ته یې ایله سږ کال دولت چمتو شوی دی.

دا سړک له شمالي فاریاب او شمال لوېدیځ بادغیس ولایتونو تېرېږي او لوېدیځ هرات ولایت نښلوي.

افغان دولت ویلي وو، د حلقوي سړک جوړولو ډېره برخه په ۲۰۱۲ کال د دوو بهرنیو شرکتونو له خوا پیل شوې، چې په ۲۰۱۶ کال کې باید بشپړه شوې وای، خو جوړوونکو شرکتونو د امنیت نشتوالی ددې کار د ځنډېدو لامل بللی.

همدا وو چې ولسمشر غني د ۱۳۹۳ کال تلې میاشت کې ټولګټو وزارت ته امر وکړ چې د حلقوي سړک پاتې برخه په ۹ میاشتو کې بشپړه کړي. خو کار یې ایله دا دی نن بېرته پیل شو.