افغانستان: انرژۍ سیکتور کې څه باندې درې میلیارده ډالر ''نادرکه دي''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان کې د اداري فساد څارنې او ارزونې کمېټه (میک) وايي د انرژۍ سیکتور کې میلیونونه ډالر بې درکه شوي دي.

دغې ادارې له یوې نوې څېړنې وروسته ویلي نړیوالې ټولنې د افغانستان انرژۍ له سیکتور سره نژدې څلور ملیارده ډالره مرسته کړې، خو دوی وايي، اوس د اوبو او برېښنا له وزارت سره یوازې د ۱۸۳ میلیونو ډالرو حساب معلوم دی او د نژدې ۳ میلیارده ډالرو حساب بې درکه دی

.

د برېښنا شرکت بیا د دغې سروې موندنو په ردولو سره وايي، چارې یې له فساده پاکې دي او اوسني نظام کې کومه ستونزه نه شته.

دغه سروې په شپږو میاشتو مودې کې بشپړه شوې. د کمېټې یوې برخې مشر اجمل شاکر وايي:

''د اساسنامې له مخې باید د برېښنا شرکت مدیره پلاوی د خپلو کړنو حساب د ونډه والو ټولنې ته ورکړې، خو موږ په دې جوړښت کې یوه ستونزه دا وموندله، چې همدغه کسان دي چې په مدیره پلاوي او د ونډه والو په ټولنه کې یو ځای استازیتوب کوي، یانې د حساب ورکولو میکانیزم یې له پوښتنې سره مخامخ کړی دی. ''

د برېښنا شرکت چارواکي وایي، د انرژۍ له سکټور سره څلور میلیارده ډالر مرسته تېرو اوو کلونو کې شوې، خو د شرکت له جوړېدو اووه کاله تېر شوي دي. د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي:

''سیسټم کې ستونزه نه شته. هر څوک چې غواړي دې لړ کې معلومات وغواړي برېښنا شرکت به اسانتیا ورته برابره کړي.''

د میک کمېټې مسوولین وايي دوی دغه سروې کې یې له ۵۱۸ کسانو سره خبرې کړې، چې د برېښنا شرکت کارکوونکي هم په کې شامل دي.

د کمېټې په خبره د برېښنا او بیلونو وېش کې یې بې انصافي، او د اوبو - برېښنا په بیه د حرارتي برېښنا پلور، کورونو کې له یوه د زیاتو برېښنا مېټرونو لګول او د بې کیفیته مېټرونو استعمال هغه لاملونه دي چې د برېښنا شرکت کې یې فساد او ټګي برګي ته لار هواره کړې.

د میک کمېټې مسوولین وايي دوی دغه سروې کې یې له ۵۱۸ کسانو سره خبرې کړې، چې د برېښنا شرکت کارکوونکي هم په کې شامل

د میک کمېټې مسوولین وايي دوی دغه سروې کې یې له ۵۱۸ کسانو سره خبرې کړې، چې د برېښنا شرکت کارکوونکي هم په کې شامل دي.

د سروې پایلې ښيي چې د مشتریانو د شکایتونو نه حلول او د کارکوونکو ټیټ کچ وړتیا هم د دغې لړۍ ستونزې دي.

افغانستان کې د برېښنا ضایع کېدو کچه ۳۸ سلنه بلل شوې، چې په وینا یې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې دغه کچه ۱۴ او ۱۷ سلنه ده.

سروې کې د برېښنا شرکت د پوروړیو یادونه هم شوې، چې وايي اووه اعشاریه اووه میلیارده افغانیو پور ټولولو بهیر کې یې کوم پام وړ بدلون نه لیدل کېږي.

دغه سروې وړاندیز کوي، چې برېښنا شرکت دې د مېټرونو لګولو کې د کمېشن کارۍ مخه ونیسي او د کره مالي مدیریت لپاره باید نوی قانون طرح او تصویب کړي.