"د پاکستاني توپونو له امله لسګونه کورنۍ بې ځایه شوي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان په ختیځ کې افغان سیمه ییز چارواکي وايي د پاکستان له خاورې نه د ډيورنډ کرښې دې غاړه د توپونو ډزې د دې لامل شوې چې څه باندې ۲۰۰ کورنۍ له خپلو مینو بې ځایه شي.

د چارواکو وینا ده چې په تېره یوه اوونۍ کې شاخوا ۳۰۰ توپونه د پاکستان له خاورې د کونړ د شلتن، دانګام او مرورې ولسوالۍ پر اړوندو سیمو د پاکستاني پوځیانو له خوا ویشتل شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي وروسته له هغه چې افغان حکومت ورته وویل چې د پاکستاني توپخانې ځواب ورکړي، د توپ ډزې کمې شوې دي

.

تراوسه پورې پاکستاني چارواکو د کونړ د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي.

هغه کورنۍ چې د توپخانې د ډزو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي وايي په سړه هوا کې له ګڼو ستونزو سره مخامخې دي.

د بې ځایه شویو له ډلې نه یوه سړي بي بي سي ته وویل یو شمېر خلکو په څنګ لورو سیمو کې د خپلو خپلوانو کره راغلي خو کوربانه یې نورو خلکو ته د پناه ورکولو توان نه لري.

دغه بې ځایه شوي وویل په هر کور کې دوه او دریو نورو کورنیو پناه اخیستې او تراوسه پورې حکومت ورسره کومه مرسته نه ده کړې.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان چارواکي د پاکستان له خاورې د توپخانې د ډزو خبره کوي، تېر کال دا موضوع څو څو وارې له پاکستاني چارواکو سره په رسمي غونډو کې یاده شوه او په رسنیو کې هم خپره شوې.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې افغان چارواکي ادعا کوي چې د پاکستاني پوځیانو له خوا د پولې له اخوا نه توغندي د افغانستان خاورې ته توغول کېږي.

په ځینو مواردو کې پاکستان مقاماتو دغه ادعاوې رد کړي او کله کله هم وايي چې دوی د ترهګرو د ځپلو لپاره له توغندیو کار اخلي.