افغانستان په تاريخي لوبه کې پاکستان ته سخته ماتې ورکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په مالیزیا کې د اسیا کپ اتلولیو پایلوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه. افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په پنځوس اوره لوبه کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني افغان ولس ته د 'اسیا د ځوانانو جام' کې د هېواد د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې د اتلولۍ مبارکي ویلو سربېره ویلي ''د افغانستان د کرېکټ ټیم، په پای لوبه کې د پاکستان د نولس کلنو د کرېکټ ټیم ته په ماتې ورکولو سره وتوانېد چې د خپل هېواد لپاره د اتلولۍ جام وګټي

.''

له ارګه خپره شوې لنډه ویناپاڼه وايي، ''زموږ کوچنیو اتلانو وښوده چې زموږ د کرېکټ راتلونکی روښانه دی''.

په افغان لوبغاړو کې اکرام علي خېل د ۱۰۷ منډو په جوړولو سره سلیزه وکړه او ښه وځلېد.

رحمن الله ګوربز ۴۰، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او درویش رسولي ۱۸ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري شاهین اپریدي دوه او محمد موسا درې افغان لوبغاړي وسوځول.

 

هند کې افغان سفیر شیدا احمد ابدالي دا افغانستان ته یوه تاریخي بریا بللې ده.

نوموړي پر ټویټر لیکلي: "افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو پاکستان ته په تاریخي ماتې ورکولو سره داسې پړاو رامنځ ته کړ، چې د کرېکټ نړۍ ته یې د نوي نسل اتلان وړاندې کړل".