ترکیه په ناروې کې د ناټو له مانورو ووتله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ترکیې یوه سیاسي مشر ته د سپکاوي په تور دغه هېواد په ناروې کې د ناټو له پوځي مانورو ووت.

د رپوټونو له مخې په پوځي مانورو کې د دوښمن انځور په اصل کې د اوسمهالې ترکیې د بنسټګر مصطفی کمال اتاترک و.

ترک رسنۍ وايي، یوه خواله رسنۍ کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په نوم له یوه کوټه (جعلي) حساب د ناټو خلاف پېغامونه هم خپاره شوي دي

.

د دې پېښو په غبرګون کې ترکیې له دغو مانورو خپل ۴۰ سرتېري خپل هېواد ته غوښتي.

ترکیه ناټو کې دویم لوی پوځ لري او د "اسلامي دولت" یا داعش خلاف ټلواله او افغان جګړه کې د ناټو ماموریت کې برخه لري.

د ناروې دفاع وزیر فرانک بک جنسن له دې پېښې وروسته بښنه غوښتې او د دې کار مسوول یې یواځې یو شخص بللی دی:

"دا پیغام هم له خصوصي کمپیوټر شبکې استول شوی چې مانورو کې کارول کېږي او د ناورې نظر نه تاییدوي".

د ترکیې یوه رسنۍ (اېن ټي وي) وايي، په دې پېښه کې د ناروې ترک توکمه پوځي ښکېل دی:

مناورو کې

خو د ناروې دفاع وزیر وايي په دې پېښه کې ښکېل پوځي یو ټېکه دار یا قراردادي دی چې په دا ډول تمرینونو کې ګومارل کېږي.

"دا سړی له دندې لرې کړل شوی او د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي".

له بلې خوا د ناټو سرمنشي جنز سټولټنبرګ په دې تړاو بښنه غوښتې او ترکیه یې د دې تړون مهمه برخه بللې ده.

له سوریې، ایران او عراق سره د پولې له امله ترکیه پوځي او ستراتیژیک اهمیت لري، خو له څو کلونو راهیسې یې د لوېدیځو هېودونو سره اړیکي کړکېچن دي.

له بلې خوا انکره له مسکو سره د اړیکو ښه کولو هڅه کوي او سوریه کې هم دواړو له یو بل سره په هوايي بریدونو کې همکاري وکړه.