د ملي دفاع وزارت څلور افسران په اعدام محکوم شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د وژنو په تور یې څلورو تنو منصوبینو ته د دوسیو تر څېړنې وروسته د اعدام سزا ورکړ شوې ده. د دې تر څنګ سلګونه نور منصوبین د فساد، جعل او ټګۍ برګۍ په تور د بند په بېلابېلو مودو محکوم شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، دغه څلور منصوبین د وژنې په تور په اعدام محکوم شوي دي، خو د دغو وژنو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

ښاغلي وزیري کابل کې خبریالانو ته ویلي، د روان کال له پیله راهیسې شاوخوا ۱۷۰۰ دوسیې څېړل شوې، چې په وینا یې نژدې ۱۰۰۰ دوسیې یې لومړنۍ پوځي محکمې ته استول شوې دي

.

له دغو کسانو ۲۷۱ یې د شواهدو نشتوالي له کبله بې ګناه بلل شوي دي.

دغه راز د اداري فساد، اختلاس، رشوت، جعل او له قدرت نه د ناوړه ګټې اخیستو په تور اته کسان له پنځو تر شلو کلونو پورې د زندان په سزا محکوم شوي دی.

د دې تر څنګ نژدې ۱۰۰ کسانو ته د پنځه کلن تنفیذي بند سزا ورکړل شوې.

دغه راز ویل شوي، چې ۳۸۰ کسان په یو کلن زندان سزا محکموم شوي او ۶۷ بې ګناه بلل شوي دي.

وزارت چارواکو ویلي، چې ۲۵۰ منصوبین په نغدو جریمه شوي دي، چې وايي څه باندې ۴۱ میلیونه افغانيو ته رسېږي.