'د اسامه بن لادن په کمپيوټر کې پښتو سندرې هم وې'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې نژدې نیم میلیون هغه کمپيوټري فایلونه خپاره کړي، چې د پاکستان په ایبټ اباد ښارګوټي کې يې د اسامه بن لادن له کوره په ۲۰۱۱م عیسوي کال کې ترلاسه کړي و.

په دغو کمپيوټري فایلونو کې لیکونه، ويډيويي فلمونه، پښتو او هندي سندرې او د هغه د ماشومانو کورنۍ وډيوګانې شاملې دي.

د سي ای اې پر وېبپاڼه په خپره شوې اعلامیه کې د سي ای اې مشر مايک پمپیو ویلي، دغه کمپيوټري فایلونه يې ځکه د امریکايي ولس لپاره خپاره کړي، چې هغوی د دغې اورپکې ډلې پر پلانونو او فعالیتونو خبر شي

.

د سي ای اې لخوا په خپرو شويو دغو فایلونو کې د اسامه بن لادن لیکونه، ویډیويي فلمونه، پر بن لادن جوړ شوي مستند فلمونه، د پښتو او هندي ژبو سندرې، د ماشومانو لپاره کمپيوټري لوبې او د هغه د ماشومانو داسې وډيوګانې شاملې دي، چې په کور کې دننه او پارکونو کې ورڅخه د لوبو پر وخت ثبت شوې دي.

په دغو کمپيوټري فایلونو کې د اسامه بن لادن ورځني یاداښتونه، اتلس زره اسناد، ۷۹زره غږیز کلیپونه او عکسونه او تر لس زره ډېر وډيويي کلپیونه شامل دي.

په دغو وډيويي کلیپونو کې د بن لادن د زوی حمزه بن لادن د واده مراسمو یوه وډيو هم شته، چې په یوه خونه کې ثبت شوې ده.

په دغې وډيو کې ښکاري، چې حمزه بن لادن له نورو همځولو سره ناست دی، شاوخوا يې ماشومان ګرزي او په پای کې يې یو څوک وینا هم کوي.

په ایبټ اباد کې په امریکايي عملیاتو کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته دا څلورم ځل دی، چې سي ای اې ورته اسناد خپروي، خو د یادې ادارې په خبره د تېر پرتله په دې نویو اسنادو کې د القاعده او اسلامي دولت نومې ډلې ترمنځ پر اختلافاتو، دالقاعده شبکې پر خپلمنځي ستونزو او د بن لادن تر وژنې وروسته یادې شبکې ته د ورپېښو ستونزو د پوهاي لپاره ډېر څه شته.

د القاعده شبکې موسس اسامه بن لادن د پاکستان د خیبرپښتونخوا یالت په ایبټ اباد ښارګوټي کې د ۲۰۱۱م عیسوي کال د مې په دویمه نېټه د امريکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، چې له عملیاتو وروسته دې ځواکونو د هغه له کوره یو شمېر توکي هم له ځانه سره وړي وو او اوسني خپاره شوي اسناد هم په کې شامل وو.