افغان کمانډو ځواک ته سلګونه نوي سرتیري ورګډ شول

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان او امریکايي چارواکي وايي د کمانډو ځانګړي ځواکونه د ترهګرو او وسله والو اورپکو په ځپلو کې ډیر اغیزناک دي.

د اکتوبر په ۲۵ په کابل کې ۸۳۳ نوي کمانډو ځواکونه له اړینو تعلیماتو وروسته د دغه ځواک لیکو کې ورګډ شول.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش امریکاغږ ته وویل چې د نویو فارغ شویو ځواکونو په راتګ سره د کمانډو ځواک شمېر ۱۷۸۳۳ ته ورسېد. ښاغلي رادمنش وویل د افغانستان د ملي امنیت د څلور کلن امنیتي پلان له مخې به د

نورو ځواکونو ترڅنګ د کمانډو ځواکونو شمېر هم دوه برابره شي.

ښاغلي رادمنش وویل فارغ شوي کمانډو سرتیري په دریو لواګانو کې مېشت کړل شول او د اړتیا پر مهال به په "ټول افغانستان کې د ترویزم د ځپلو عملیات" ترسره کړي.

افغان او امریکايي پوځي ښوونکي دغو ځواکونو ته ځانګړې روزونه ورکوي. دوي ته د امریکا په مرسته د پوځي عملیاتو او استخباراتو اړین تجهیزات هم برابر کیږي.

د ځانګړو ځواکونو د نوې جوړې شوې قول اردو مشر جنرال بسم الله احمدزي سټارسټریپرز ویپاڼې ته ویلي چې د نویو ځواکونو فراغت د "افغانستان لپاره ښه خو د افغانستان د دښمنانو لپاره بد خبر" دی.

په افغانستان او په خاص ډول په کابل کې د وسله والو طالبانو د ځینو ډله ییزو پیچلیو بریدونو په مخنیوي او ځپلو کې هم د دغو ځواکونو ونډه مهمه بلل شوې ده. امریکايي او افغان چارواکي دا ځانګړې کمانډو د سیمې په کچه بیسارې بولي.

امریکايي چارواکي وايي تر ۲۰۱۷ کال پورې په ټول افغانستان کې د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو خلاف د شویو عملیاتو ۸۰ فیصده دغو ځانګړو ځواکونو کړي دي.