غني: د روهېنګیا په تړاو د انګ سان سوچي چوپتیا غمیزه ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتو عمومي ناستې ته په وینا کې د میانمار د روهېنګا مسلمانانو د وژنې په وړاندې د دغه هېواد د مشرې انګ سان سوچي چوپتیا خواشینوونکې وبلله.

"د انسانیت ضد جرمونه لا هم په بې دردرۍ او پرلپسې توګه ترسره کېږي. په خاصه توګه د روهېنګیا مسلمانانو توکموژنه د خپګان خبره ده".

نوموړی وايي، په دې تړاو د میانمار د مشرې انګ سان سوچي چوپتیا هم یوه تراژیدي(غمیزه) ده، چې ان د سولې نوبل جایزه یې ګټلې ده.

"د انساني حقونو د یوې اتلې په توګه، له نوموړې زموږ تمه دا وه چې ځواک به نه کاروي، بلکې اصولو ته به ژمنه وي. خو موږ یې نهیلي کړو".

په میانمار کې له تېر اګسټ راهیسې پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم عملیات پیل کړي، چې له امله یې تر څلور لکو روهېنګیا مسلمانان بنګله دېش ته واوښتل.

ملګرو ملتونو دغه عملیات د روهېنګیا پرضد د توکم وژنې په نوم وبلل.

انګ سان سوچي چې د میانمار د ولسي حکومت مشره بلل کېږي، لومړیو کې یې د روهېنګیا په تړاو د رسنیو رپوټونه له مبالغې ډک بلل.

خو نوموړې د سې شنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې د انساني حقونو سرغړوونکو او قانون ماتوونکو ته به سزا ور کړل شي.

په ورته مهال یې دا هم وویل، نه پوهېږي ولې دومره ډېر شمېر روهېنګیا له میانمار وتلي دي.

طالبانو او ملګرو ته یې خبرداری

افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې د افغاستان او سیمې لپاره د امریکا ستراتیژي وستایله او پر طالبانو یې غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي.

هغه دا هم وویل، چې د ترهګرۍ د مقابلې او د جنوبي اسیا د ټیکاو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ تر اعلان را وروسته له متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پایښتي شراکت نوی شوی دی.

"موږ اوس د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د هڅو شریکولو لپاره له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو اترو ښه موکه لرو. موږ د دې ستراتیژۍ، چې د ډاډ لور ته یې سیخ کړي یو، هرکلی کوو".

ډونلډ ټرمپ تېره میاشت د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه.

د دوشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر وویل، چې د دې ستراتیژي له مخې افغانستان ته درې زره تازم دم سرتېري استول کېږي.

 

افغان ولسمشر هم دې په خپله وینا کې دا ستراتیژي داسې څه وبلله چې په وینا کې د افغانستان خلکو له کلونو څخه له متحده ایالتونو د دې ډول پرېکړې هیله درلوده.

"د دي تګلارې پیغام دا دی چې طالبان او ملاتړي یې له پوځي لارې د اجګړه نشي ګټلی یواځې د سیاسي لارې سوله راتلی شي".

"زه د طالبانو پر ټولو ډلو غږ کوم چې د افغانانو ترمنځ خپلمني خبرو ته کېني"

اشرف غني ټینګار وکړ چې افغان جګړه په دغه هېواد کې نه بلکې د افغان خاورې پر سره ده او د افغانستان پر خاوره څه باندې ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

نوموړي دا هم وویل چې ځینې اورپکو ته ګاونډیان پنا ور کوي او ملاتړ یې کوي.

که څه هم نوموړي په دغه برخه کې د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو له کلونو راهیسې کابل پر اسلام اباد تور لګوي چې د وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز شریف یفتلي له بي بي سره خبرو کې وویل، چې ایران هم له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي.

له پاکستان سره خبرې

افغان ولسمشر په پاکستان غږ وکړ چې په دولتي کچه له افغانانو سره خبرو ته کېني.

"زه پر پاکستان غږ کوم چې له موږ سره، رفاه ته د رسيدلو لپاره، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د دولتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي".

ولسمشر غني له دې مخکې هم ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغان کړکېچ د اواري لپاره ورته دریځ درلود.

ولسمشر غني له حزب اسلامي سره د سولې تړون په یادولو سره وویل، افغان حکومت دا ثابته کړې چې د خپلې کورنۍ پروسې له لارې سولې ته ژمن دی.

"اوس موږ پر خپلو ټولو نږدې او لرې ګاونډیانو غږ کوو چې د کابل پروسې له لارې د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره له موږ سره په هر اړخیزو هڅو کې همکاري وکړي".

ولسمشر غني په تېره لسیزه کې پر افغان چارواکو نیوکه وکړه چې د سمون لپاره یې زرین چانس له لاسه ور کړی، داخلي فساد یې ډېر کړی او ویواځې خپل جیبونه یې ډک کړي دي.

ولسمشر غني دا هم وویل، د بدلون لسیزي ته د افغانستان د داخلولو لپاره یې د کار دوه نیم کاله کيږي.

د هغه په خبره، په دغه لسیزه کې به افغانستان د ثبات پر یوه ډګر بدل کړي.

هغه وویل، د فساد ختمولو هڅې کوي، ځوانانو ته کاري چانس ور کوي او د بې وزلۍ د له منځه وړلو هڅې کوي.