د افغانستان نظامي چارواکي واييچې د امریکا له خوا د افغان هواييځواک د پیاوړتیا د هڅو په لړ کې به لومړۍ جوپه بلېک هاک هلیکوپترې راتلونکې اوونۍ افغان هوايي ځواک ته وسپارل شي.امریکايي بلېک هاک به په افغان هواييځواک کې د روسي ایم اوولس هلیکوپترو ځای ونیسي، چې د هوايي ځواک د چارواکو په وینا به افغان هواييځواک ورسره پیاوړی شي.بل خوا د افغان هواييځواک تر سلو زیات منسوبین دا مهال په امریکا کې او نور یې په چیک او متحده عربي اماراتو کې پر زده کړو بوخت دي
.
افغان دولت په دې وروستیو کې د افغان هوايي ځواک د لا پیاوړتیا هڅې پېل کړي دي، د افغانستان د هوايي پوځ قوماندان وايي چې په څلور کلن امنیتي پلان کې یې د هوايي پوځ ټولې غوښتنې ځای پر ځای کړي چې ګام پر ګام به عملي شي.
د هوايي پوځ قوماندان وايي چې ډېر ژر به څلور بلېک هاک هلیکوپترېد امریکا له خوا افغان هوايي ځواک ته وسپارل شي.
د هوايي ځواک د هلیکوپترو د تخنیکي برخې مسئولین وايي چې دوی د زړو او نویو هلیکوپترو د ترمیم پوره تیاری لري.
بل خوا د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد تر څنګ په بهر کې هم د هوايي ځواک منسوبین زده کړې او روزنه ترلاسه کوي. چې په دوی کې د بلک هاک هلیپکترو پیلوټان او تخنیکران هم شته.