امریکا: پر شمالي کوریا پوځي ګوزار به یې دروند وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا دفاع وزیر جیمز مېټیس تېره ورځ په واشنګټن کې شمالي کوریا ته ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل، که شمالي کوریا خپل ګواښونه پسې وغځوي، ډېر دروند پوځي ګوزار به پرې وکړي.

له مشاورانو سره د ډونلډ ټرمپ تر ناستې وروسته ښاغلي مېټېس په سپینه ماڼۍ کې وویل: " امریکا او د امریکا ملګرو ته هر ډول ګواښ به په دورند پوځي ګوزار ځواب کړي، دا به ډېر اغېزناک او پرځووونکی غبرګون وي. "

نوموړي زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونه د کوم هېواد د له منځه وړلو په فکر کې نه دي، خو لکه څنګه مې چې یادونه وکړه موږ ددې کار لپاره ډېر غوراوي لرو

.

شمالي کوریا تېره ورځ اعلان وکړ چې داسې هایډروجني بم یې جوړ کړی چې پر اوږدواټنو توغندي کې ځای پر ځای کېدای شي.

د شمالي کوریا وروستۍ اټومي ازموینه له توند نړیوال غبرګون سره مخامخ شوه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان وکړ چې د امریکا، برتانیا، جاپان، فرانسې او جنوبي کوریا په غوښتنه به نن دوشنبه (د سپټمبر ۴مه) د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د ارزونې په پار ناسته وکړي.