عطا محمد نور ګلبدین حکمتیار "مزدور" وباله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلخ والي عطا محمد نور وايي د کورنیو جګړو په مهال ایران افغانستان ته په وسلو بار الوتکې لیږلې.

عطامحمد نور د یکشنبې په ورځ ( اګست ۲۵) په یوې غونډې کې ګلبدین حکمتیار "مزدور" وباله او هغه یې په افغانستان کې د "نظام" په تخریبولو تورن کړ.

هغه وویل "چې سلام خانې ته هم راغی او ننګرهار ته هم راغی، خبرې یې د افغانستان د زعامت له ادرسه کولې. نورو ته یې نصیحت کاوه. د ملي وحدت دولت خو یې ټول رد کړ. د جان کيري په لاس یې جوړ شوی وباله او وویل چې دا مشروعیت نلري. ښاغلیه،

ټولو ته معلومه ده چې ته تسلیم شوی يي. لږ دې خپل تېر وخت ته وګوره چې چېرته پټ شوی وي، کوم هېواد درته جیره درکوله، ژوند او روزګار دې څنګه و؟ او بیا په نورو شخصیتونو، ملي قهرمان، په نور سیاسي ډلو او قومونو انتقاد وکړه ".

ښاغلي نور پخپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې ایران په ۱۹۹۰ کلونو کې چې شمالي ټلوالې له طالبانو سره جګړه کوله، مزار ښار ته په وسلو بار الوتکې لیږلې.

هغه وايي "تراوسه خو مزدور ته وي، د چا تر سیوري لاندې وې. له کوم ځای څخه تمویل کېدې. کورنۍ دې چېرته اوسېدله. ټولو ته د آینې غوندې روښانه ده. تا چې ایرن کې څلور کاله تېر کړل، د ایران د اب او هوا نه مو ګټه واخیسته، د سپاه پاسدران پېسې مو استعمال کړې. په ایرن کې تر ټول ښه تعمیر تا استعمال کړ، ته اوس د ایران په ضد خبرې کوې، عجب! په ۱۳۷۶ او ۱۳۷۷ کلونو کې زه مسول وم، د هوايي ډګر واک له موږ سره و. هره طیاره چې ښکته کېدله، د مرمیو او مهماتو صندوقونه ښکته کېدل. د ایران د اسلامي جمهوریت کومکونه چې هغه مهال یې له ملي قهرمان سره د تروریزم په ضد مرسته کوله، دا طیارې چې ښکته کېدلې خو تاته ښکېدلې."

ښاغلی عطا محمد نور د جمعیت اسلامي یوازینی غړی نه دی چې پر ښاغلي حکمتیار انتقادونه کوي.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی رمضان بشر دوست وايي د دغو جهادي مشرانو له انتقادونو ښکاري چې دوی په تېر وخت کې هېڅ ډول ارزښت په پام کې نه دی نیولی او هر هېواد چې وسلې او پېسې ورکړې، د هماغو په ګټه یې کار کړی دی او هر چا چې مخالفت کړی، ورسره یې دښمني پاللې ده.

تر دې مخکې دغه ګوند ته نورو نږدو ډلو او افرادو، ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح په ګډون، هم پر ښاغلي حکمتیار کلکې نیوکې کړي‌ دي.

د ښاغلي حکمتیار ډلې سملاسې د بلخ د والي د نیوکو په ځواب کې څه ونویل خو لدې وړاندې، پخپله حکمتیار په غیرمستقیم ډول د جمعیت اسلامي پر ځینو مشرانو نیوکې کړې وې.