جنرال رازق: یو شمیر پخواني لوړپوړي طالبان کندهار ته راغلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له پاکستان څخه کندهار او جنوبي ولایتونو ته په ستانه شویو کسانو کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال مهم کسان شامل دي.

د کندهار د امنیه قوماندان وایي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال مهم کسان د قبایلي مشرانو په هڅو جنوبي ولایتونو ته را ستانه شوي او له خپلو کورنیو سره سوله ییز ژوند کوي.

جنرال عبدالرازق د شنبې په ورځ په کندهار کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په راستانه شویو طالب مشرانو کې ۱۵ تنه يې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال والیان، د دفاع او خارجه وزارتونو لوړ رتبه مسئولین وو.

د کندهار د امنیه قوماندان څرگندونې



د جنرال رازق په وینا وطن ته د طالب مشرانو په بیرته ستنیدو او یا هم د هغوی د پخلاینې په بهیر کې د سولي شورا هیڅ ډول رول نه درلود، بلکه دا کار د قبایلي مشرانو په هڅو شوی دی.

جنرال رازق د ټولو راستانه شویو طالبانو نومونه یاد نه کړل خو وویل چې په دوی کې لطف الله اغا هم شامل دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دفاع وزارت مرستیال او بیا په پنجاب ایالت کې د طالبانو کونسل و. لطف الله اغا د ملاعمر د ورور ملا منان خسر دی.

د کندهار د امنیه قوماندان وویل چې "څلور نیم کاله دی [لطف الله اغا] او استاد ابراهیم او نور کسان د پاکستان په بند کې پاته شوي وو". د ښاغلي رازق په وینا دوی جنگ نه کوي او له دې ډاریږي چې بیا د پاکستان له خوا په پلمه په امریکا باندې خرڅ نشي.

وطن ته د پخوانیو طالب چارواکو د راتگ په هکله د جنرال رازق څرگندونې


جنرال رازق وطن ته د ستنو شویو طالب مشرانو په اړه له زیاتو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه، خو وويل چې پدې برخه کې نوري هڅي هم دوام لري. هغه وویل چې پر طالبانو باندې د پاکستان د اغېز د کمیدو لپاره دا تر ټولو غوره لار ده او دا کار د جګړې د پراختیا مخنیوی هم کولای شي.

دوه میاشتې وړاندي په کندهار کې د "سولي چیغه" په نوم د جنوب، جنوب غربي او جنوب ختیځو ۱۳ ولایتونو د ولسي مشرانو په یوه غونډه کې د سولي د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره په جنوب کې د طالب مشرانو د اوسیدو لپاره د امن سیمي د رامنځ ته کیدو غوښتنه شوې وه.