پاکستان امریکا ته: د افغانستان جنګ زمونږ په خاوره کې مه کوئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د سیمه ییزې ستراتیژۍ په وړاندې د پاکستان د ملي امنیت کمیټې په خپل رسمي غبرگون کې هغه تورونه رد کړي چې وایي ترهگر په پاکستان کې کمپونه لري.

پاکستان د جمهور رئیس ټرمپ د جنوبي اسیا د ستراتیژۍ په هکله د پنجشنبې په ورځ په یو پراخ غبرگون کې هغه تورونه رد کړل چې وایي دې هیواد طالبانو ته چې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو مرگوني بریدونه کوي، پناه ورکړې ده.

پاکستان د ملي امنیت د کمیټې له غونډې وروسته دا غبرګون وښوده. په دغې کمیټه کې لوړپوړي ملکي او پوځي مشران گډون لري چې مشري یې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د سنا مجلس ته د یوې اعلامیې د لوستلو په ترڅ کې وویل "د افغانستان جگړه په پاکستان کې نه شي کیدای. د پاکستان تورنول د افغانستان په با ثباته کولو کې مرسته نشي کولی

".

جمهور رئیس ټرمپ د دوشنبې په ورځ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د خپلې پالیسې په وینا کې وویل پاکستان د امریکا له متحده ایالاتو نه په میلیاردونو ډالر اخلي خو هغو تروریستانو ته پنا ورکوي چې په افغانستان کې پر میشتو امریکایي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر آصف وایي د هیواد امنیتي قواو یې د ترهگرو پر وړاندې له توپیره پرته عملیات کړي او په زرگونو سرتیري او ملکي وگړي یې په دې جگړه کې له منځه تللي دي. هغه په بدل کې پر امریکا غږ وکړ چې د دولت ضد هغو یاغیانو په وړاندې چې په افغانستان کې پټ دي، اقدام وکړي.

ښاغلی آصف وایي "مونږ هیله من یو چې د افغانستان په خاوره کې دننه د ترهګرو، ورانکارو او هغو کسانو، چې په پاکستان کې یې د ترهګریزو بریدونو مسولیت اخیستی، د پناه ځایونو د ختمولو لپاره د امریکا د پوځ اقدامات ووینو".

ښاغلي آصف همداشان د سیمې د امنیت په ټینگیدو کې د ښاغلي ټرمپ له لوري د هند د ستایلو په اړه وویل "هند د جنوب اسیا په سیمه کې امنیت نشي ټېنګولی. هغه د خپلو ټولو گاونډیو سره جنجالي اړیکې لري او داسې پالیسي پر مخ بیایي چې پاکستان د ختیځ او لویدیځ له لورې بې ثباته کړي".

پاکستاني مشرانو په پرله پسې توگه ویلي چې د هند استخباراتي اداره د خپل همکار افغانستان سره یوځای د خپل مخ په ودې نفوذ نه استفادې هڅه کوي په پاکستان کې تروریستي بریدونه وکړي.

کابل او نوي ډهلي دا ډول تورونه تل رد کړي او پاکستان یې په دې تورن کړی چې ترهگرو ته یې پناه وکړې ده.