ناټو: طالبان خبرو ته له کېناستو پرته بله لار نه لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د ناټو لوی قومندان وايي، په جګړه کې د افغان ځواکونو د ماتې فکر نور له منځه تللی دی.

جنرال نېکلسن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ روښانولو کې دا خبره وکړه.

هغه زیاته کړه چې د دې ستراتیژي له مخې د افغان ځواکونو نړیوال ملاتړ زیاتېږي او د طالبانو په ګډون د نورو بلواګرو ډلو ځپل ډېرېږي.

د هغه په خبره، د ترهګرۍ ضد مبارزه پرېکند ده او افغانستان به بیا د ترهګرو پر پټنځي بدل نه شي.

هغه زیاته کړه چې تېر یو کال کې یې وسلوالو طالبانو ته سخت ګوزارونه ور کړي دي

.

"د افغانستان سوېل کې د طالبانو سره یونټونه سخت زیانمن شوي او ډېر لوړپوړي کسان یې وژل شوي دي".

جنرال نېکلسن دا هم وویل چې د اسلامي دولت په نوم داعش ډله هم د افغانستان ختیځ کې له منځه تللې او که وسلوال یې هر ځای ته لاړ شي امریکايي ځواکونه به پسې وي او ارام یې نه پرېږدي.

په افغانستان کې د ناټو دغه قومندان د ځانګړو افغان ځواکونو دوه چنده کېدل مهم وبلل او زیاته یې کړه چې دا ځواکونه له طالبانو سره مبارزه کې "اصلي رول" لري.

"د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه به ډېر پیاوړي او سمبال کړل شي".

پاکستان کې د پټنځیو له منځه وړل

د ډونلډ ټرمپ ستراتیژي کې پر پاکستان غږ شوی چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي. جنرال نېکلسن هم وايي، چې د واشنګټن اسلام اباد ترمنځ د خبرو لپاره لومړی ګام پورته شوی دی.

د هغه په خبره، له افغان پولې بهر د وسلوالو پټنځي له منځه وړل له ترهګرۍ سره مبارزه کې مهم دي.

د نوموړي اشاره په پاکستان کې د ترهګرو پټنځیو ته وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن هم د سې شنبې په ورځ وویل، چې امریکا به هر ځای ترهګر په نښه کړي.

"موږ به هر هغه ځای په نښه کړو چې ترهګر پکې اوسي. که تاسو ترهګرو ته خوندي پټنځي ور کوئ نو وار مخکې خبر شئ".

د افغان حکومت نړیوال ملاتړ ډېرېدل

جنرال نېکلسن وايي، تېر یو کال کې له افغان حکومت د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ژمنه ډېره شوې ده او د امریکا نوې ستراتیژي هم د کابل لپاره د ډېرو سرچینو د موندلو لار برابروي.

د امریکا ولسمشر تېره دوشنبه د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د ستراتیژۍ اعلانولو کې وویل، چې له افغانستان د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش نه ټاکي.

هغه دا هم وویل چې پاکستان کې د طالبانو د پټنځیو په هکله هم امریکا نوره چوپ نشي پاتېدلی.

نوموړي په افغانستان کې د امنیت ټینګولو او اقتصادي پرمختګ لپاره د هند د ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

دمګړۍ افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي ځواکونه شته چې ډېری یې د افغان ځواکونو پر روزلو بوخت دي.

د دې ځواکونو نږدې اووه زره د ناټو پوځ په چوکاټ کې فعالیت کوي او د ناټو د سرتېرو شمېر ۱۳ زرو ۵ سوو ته رسېږي.