اصف مومند: عطا‌‌ءمحمد نور ډېر ووهلم

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلخ د ولایتي شورا غړي اصف مومند چې مزارشریف ښار کې له څو ورځني بنده خوشې شوی، په کابل کې خبری ناستې کې او وروسته له بي بي سي سره مرکه کې د بلخ پر والي، زامنو او ساتونکو تور ولګاوه چې دی یې وهلی ټکولی دی.

ښاغلی مومند وړمه ورځ د مزارشریف هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته ونیول شو او د ملي امنیت ریاست ته وسپارل شو.

ښاغلی مومند وايي، هوايي ډګر کې د بلخ د والي عطا‌ءمحمد نور کسانو دی وواهه او وروسته یې په ټانک کې د ښاغلي نور استوګنځي ته وروست چې هلته د ښاغلي مومند په وینا "ښاغلي نور او د هغه زامنو ډېر وهلی دی".

خو د ښاغلي نور ویاند منیرفرهاد بي بي سي سره مرکه کې دغه ادعاګانې رد کړې او ویې ویل چې بل چا به وهلی وي.

ښاغلی مومند وايي:"استاد عطاء ویلې ته څه کاره یې... زما دوسیې راکړه" او ادعا کوي چې "زه یې ډېر ووهلم... او زما پر ستوني یې پښه کېښودله".

په خبري ناسته کې چې د ښاغلي مومند سر په بنداژ تړلی و او د غوږ څنډې یې وینې وې وویل:"د استادعطاء زوی زما پر غوږ خوله ولګوله."

دی زیاتوي:"ویې (ښاغلی نور) ویل، دی دښتې ته بوځئ تېر یې کړئ، نور نه په کارېږي."

څېړنې روانې دي چې مالومه کړي د ښاغلي مومند او د بلخ والي عطاءمحمد نور ترمنځ ستونزه ولې پیدا شوې چې اوسنی جنجال ترې رامنځ ته شو.

د بلخ د والي ویاند ښاغلي فرهاد وویل، دوی خپل اسناد ټاکل شوي پلاوي تسلیم کړي چې څېړنه ترسره کوي.

حزب اسلامي له ښاغلي مومند سره چلند غندلی او له حکومته یې غوښتي چې د دغه کار عاملین "د شریعت له قانون سره سم محاکمه او مجازات کړي ".

حزب اسلامي په خپله خبرپاڼه کې له حکومته غواړي چې اجازه ورنکړي "واکمنان له خپل دولتي واک د خپلو سیاسي او قومي سیالانو د ځپلو لپاره استفاده وکړي ".

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم چې اوسمهال ترکیه کې اوسېږي د ښاغلي مومند ادعا د ښاغلي نور پر وړاندې "توطیه "بللې ده.

پر ټوېټر د عطاء محمد نور سلاکار طاهر قادري یو شمېر اسناد خپاره کړل چې وايي ښاغلي مومند د نیولو رسمي حکم دی چې په بلخ ولایت کې د څارنوالۍ له دفتر صادر شوی دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ بیا ویلي، چې د دوی له لوري د اصف مومند نیولو ادعا بې بنسټه ده او داسې هېڅ امر د دوی له لوري نه دي ورکړل شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي سلاکار مراد علي مراد پرون وویل، د پېښې څېړلو لپاره یو څېړونکی پلاوی ټاکل شوی.

ښاغلي مومند له مرکزي حکومته وغوښتل چې ژر دې د څېړنو پایله اعلان کړي.

ټاکل شوې ده پلاوی تر اووه ورځو څېړنو وروسته خپلې موندنې په ډاګه کړي.