غني: پوهنتونونو کې نفاق او وړو سیاستونه ته ځای نشته

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني وایي، چې د افغانستان ټولنه د بې ثباتۍ ثبات ته، له لوږې څخه هوساینې، له جګړې څخه سولې او له نفاق څخه یووالي ته سوق کړي.

جمهوررئیس غني نن د پنجشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د افغانستان د پوهنتونونو د نوي تحصیلي کال ( ۱۳۷۶-۱۳۶۷) د پیل په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان د پوهنتونونو محصلین د څلویښت کالو وړاندې پرتله ښه فرصتونه په مخ کې لري، چې باید ورڅخه ګټه واخلي.

جمهوررئیس غني وویل " که چیرې پوهنتونونه د لنډې مودې د جنجالونو په مرکز او طغیانونو بدل کړئ، خپل تاریخي رسالت له لاسه ورکوئ، که چیرې پوهنتونونه د مثبت او جوړونکي فکر په مرکز بدل کړئ، خپل رسالت به سرته ورسوئ، نفاق په

پوهنتونونو کې ځای نه لري، وړوکی سیاست په پوهنتون کې ځای نه لري، نفاق په پوهنتون کې ځای نه لري ".

جمهوررئیس په ټینګار د افغانستان د څلورو لسیزو وړاندې اصطلاح په کارولو سره وویل چې نه چپي او نه هم راستي دي، بلکې زیاته یې کړه " سوچه مسلمان او افغانان دي ".

څلور لسیزې وړاندې د کابل په پوهنتون کې د چپیانو اصطلاح د هغو ګوندنو غړو ته کارول کیدله چې د سوسیالیستي او یا هم د روسیې او چین د انقلاب تر اغیزو لاندې افکاریې لرل او د راستي اصطلاح بیا هغو ګوندونو غړو ته کارول کیدله چې د اسلامي اساساتو پر اساس یې د نظام د جوړولو غوښتنه کوله او تر ډیره د مصر د اخوان المسلمین د افکاروتر اغیزو لاندې وو.

جمهوررئیس غني وویل که چیرې په پوهنتونونو کې منفي افکار ځای ونیسي، په پوهتنونونو ته محدود نه پاتې کیږي. هغه په دې برخه کې د افغانستان د دیموکراسۍ د لسیزې یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان کړکیچ د هغه وخت د پوهنتون د کشمکشونو زیږنده دی.

جمهوررئیس غني وویل " په لیلیه کې محصلینو خپل ځانونه د دې ټولنې برخه ګڼله، نو ومولیدل چې څنګه یې له ټولنې انتقام ودخیست ".

جمهوررئیس غني وویل چې پوهنتونونه باید د عقدو ځای نه وي بلکې د جمهوررئیس غني پر وینا باید د عقدو حلولو ځای وي.

جمهوررئیس غني په خپله وینا کې د طبیعي علومو او اجتماعي علولو پر اساس د دولسم ټولګیو له فارغانو د کانکور د ازموینې له وړاندیز څخه چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ترتیب کړی ملاتړ وکړ، خو ویې ویل چې په دې هکله باید نورې سلامشورې هم وشي.

جمهوررئیس همدې غونډې ته په وینا کې په دوه ژبو د پوهنتونونو د درسي نصاب د چمتو کولو ژمنه هم وکړه.

په دې غونډه کې جمهوررئیس غني ته د کابل پوهنتون افتخاري ډاکټري هم ورکړل شوه.

افغانستان سږکال په لومړي ځل د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر د لوړو زده کړو د موسسو د نوي تحصیلي کال د پیل لپاره د حمل د میاشتې پر ځای د اسد میاشت په پام کې نیولې ده.