جنرال نیکولسن: افغانستان کې د ماتې تاوان له تصور بهر دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن وايي، په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې روانه جګړه په نړۍ کې یوه خورا مهمه جګړه ده، چې باید دا جګړه وګټل شي.

جنرال نیکولسن نن د شنبې په ورځ په کابل کې د افغان او امریکایي پخوانیو معیوبو منسوبینو یوې غونډې ته وویل چې امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ ترټولو اوږده جګړه کې ښکیل ده.

دا غونډه د هغو شپږو امریکايي سرتېرو په مناسبت جوړې شوې وه، چې د افغانستان په جګړه کې ټپیان شوي وو او د درملنې وروسته بیرته دغه هیواد ته ستانه شوي دي.

جنرال نیکولسن د افغانستان په روانه جګړه کې د نړیوالو او افغان ځواکونو د سرښندنو د ستاینې په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې په جګړه کې ماتې به په نړیواله کچه جهادي او تروریستي ډلې د خپلو فعالیتونو دوام ته لا وهڅوي

.

جنرال نیکولسن وویل "... د همدې له امله مونږ دلته یو، او د همدې له امله باید مونږ جګړه وګټو. بنآ په سلګونو زره افغانان نن بیدار شوي او د افغانستان خلکو، خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې او زمونږ د امنیت لپاره کارکوي، د تروریزم پر وړاندې زمونږ جګړه په نړیواله کچه یوه خورا مهمه جګړه ده، د جګړې د ماتې زیان له تصور بهر دی، مونږ باید دا جګړه نه یوازې د دې هیواد د راتلوونکي لپاره بلکې د بشریت په خاطر وګټو".

دغه شپږ امریکايي سرتېري چې تر درملنې وروسته یو ځل بیا افغانستان ته تللي، بګرام او د افغانستان یو شمیر ولایتونو ته سفرونه کړي او هلته یې له د افغان او بهرنیو پوځي ټپیانو او سرتیرو لیدلي او د هغوی سره یې خپلې تجربې شریکې کړي دي.

په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت په قوماندانۍ کې غونډې ته هغه اوه افغان معیوب سرتېري هم وربلل شوي و، چې ټاکل شوې د کاناډا د تورنټو په ښار کې د "نه ماتېدونکو" لوبو په نوم په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي. ددغو لوبو هدف په جګړو کې د ټپي شویو سرتېرو قربانیو ته درناوی گڼل شوی.

دغه سیالۍ چې د سپټامبر د میاشتې له ۲۳ څخه د سپټامبر د میاشتې تر ۳۰ مې پورې به د کاناډا د تورنیټو په ښار کې ترسره شي، په کې د اولس هیوادونو د پوځ ۵۵۰ معیوب شوي پخواني منسوبین برخه اخلي او هغوی به ۱۲ ډوله سپورټي برخو کې یو بل سره مقابلې وکړي.