راتلونکو څو میاشتو کې د کابل د شاه توت بند د جوړېدو چارې پیلېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، په پام کې ده تر راتلونکو څو میاشتو پورې، د کابل په للندر سیمه کې د شاه توت د اوبو د بند چارې پیل شي.

دغه وزارت وايي، پر کابل سیند د شاه توت بند په جوړوېدو سره به تر ډېره د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې، د کابل د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دغه بند د ډیزاین چارې ورستۍ شوي او هندوستان او نړیوال بانک چمتو دی چې پانګونه پرې وکړي

.

د ده په خبره، افغان حکومت هیله مند دی چې د دغه بند د جوړولو چارې ژر پیل شي.

ښاغلي عظیمي وویل:

"موږ هیله مند یوو چې هندوستان ژر تر ژره د رسمې تفاهم لیک له مخې، د دغې پروژې کار پیل کړي، دا پنځه کلنه او لویه پروژه ده، له هندوستان څخه مننه چې تل يې په لویو پروژو کې پانګونه کړې ده، په راتلونکو څو میاشتو کې چې له هندوستان سره رسمي مذاکرات وشي، د پروژې کار به پيل شي، ځکه چې د ډيزاین چارې یې دمخه شوې وې."

د شاه توت بند د کابل ولایت د چهاراسیاب په ولسوالۍ کې، د کابل سیند پر یوې برخې جوړېږي.

د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، پر دغه بند ۲۳۵ میلیونه ډالر لګېږي او په ۵ کلونو کې به جوړ شي.

دغه وزارت وايي، یاد بند به ۱۵۰ متره مکعبه اوبه او له ۲ څخه تر ۵ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د افغانستان د برېښنا وزارت وایي، د کابل بېلابېلو سیمو ته به د دغه بند د اوبو لېږد، د څښاک د اوبو په برخه کې د کابو دوه میلیونه کابلیانو ستونزې اوارې کړي.

د دغه بند د ډیزاین چارې شپږ میاشتې مخکې یوه ایراني شرکت ته سپارل شوې وې.

د یادونې ده چې د کابل اوسېدونکي به د روان کال تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې،دشاه و عروس د بند له اوبو څخه چې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې جوړېږي، هم ګټه واخلي.

د اوبو او برښنا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند چې۷۰ متره لوړوالی لري، ۱.۲ میګاواټه برېښنا به تولید، کابو ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه به خړوبه او کابل ښاریانو ته به د څښاک پنځه میلیونه متره مکعبه اوبه برابرې کړي.

ها خوا د نغلو د برېښنا بند چې بیا رغول شوی، د ۵ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو ځیني پوهان وايي، د دغه بند په جوړېدو سره به، تر ځمکې لاندې اوبو ته د کابل ښاریانو اړتیا تر ډېره راکمه شي.

له دغو کارپوهانو څخه امین فرهنګ وايي، د شاه توت بند جوړېدل به ګڼو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

 

ښاغلي فرهنګ وویل:

"دا کولی شي کابل ته چې صنعتي سیمه یې اوبو ته اړتیا لري، یوه اندازه اوبه برابرې کړي او په ځانګړې توګه، د څښاک د اوبو په برخه کې چې په کابل کې د نفوسو د زیاتوالي له امله ورځ په ورځ کمېږي، د خلکو ستونزې اوارې کړي، له دې سره چې فابریکې فعاله شي، ځوانانو ته به د کار زمینې هم برابرې شي، په دې شرط چې ژر پيل او ګټه ترې واخېستل شي."

د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د شاه توت بند پروژه د اوبو په برخه کې د کابل ولایت تر ټولو لویه پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې ۴۰۰۰ هکتاره کرنیزو ځمکو ته اوبه ورسېږي.

ښاغلی فرهنګ وايي، د کابل ښار نفوس ته په کتو، دغه بند کافي نه دی او افغان حکومت باید د اوبو د نورو بندونو لکه د غوربند او پروان د بندونو جوړولو ته چې په کاریزمیر سیمه کې بهېري، هم تدابیر ونیسي.