د امریکا ولسمشر نه یوازې د شمالي کوریا پر وړاندې د خبرو لحن توند کړی، بلکې تېره ورځ یې ویل چې پر وینزویلا هم پوځي برید له تصوره لرې نه دی.
په دا وروستیو د ډونلډ ټرمپ په څرګندونو کې د "پوځي غوراوي" کارېدو د نړۍ په کچه اندېښنې زېږولي چې یو شمېر کسانو د ټرمپ په څرکندونو کې " جګړه ییز" انداز غندلی دی.
ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ، چې د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن او په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي نیکي هیلي یې تر څنګ و، وویل: "له وینزویلا سره د مخامخېدو لپاره ډېر غوراوي شته، که اړتیا شوه ان پوځي غوراوی. "
د ولسمشر ټرمپ تر څرګندونو ګړۍ وروسته د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي ټرمپ خبرې احمقانه وبللې
.
پر دې سربېره سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ خبرپاڼه خپره کړه چې د وینزویلا نوي ټاکل شوي ولسمشر نیکولاس مادورو، له ولسمشر ټرمپ سره د ټیلیفوني خبرو غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: "امریکا په ځلونو له وینزویلا غوښتي چې د نیوکګرو له ځپلو او د مخالفانو له زنداني کولو لاس واخلي او د بشر حقونو خیال وساتي. کله چې د ډیموکراسۍ اصول په وینزویلا کې پلي شي، ولسمشر ټرمپ په لېوالتیا غواړي د وینزویلا له مشرانو سره خبرې وکړي."
پر شمالي کوریا د امریکا د پوځي برید د غوراوي مسله په رسنیو کې ګرمه ده، خو دا لومړی ځل دی چې امریکا وینزویلا پر پوځي برید ګواښي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د ټرمپ تر څرګندونو شېبه وروسته د امریکا د دفاع وزرات خبرپاڼه خپره کړه چې پر وینزویلا د برید په اړه ورته څه نه دي ویل شوي.