اجرائیه ریاست: په کابینه کې د بدلونونو په اړه خبرې روانې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، په کابینه کې د بدلونونو په هدف د حکومت د مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي.

اجرائیه ریاست وايي، په کابینه کې د بدلون په هدف د حکومتي مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي او د کابینې بشپړېدا د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، نوي معرفي کېدونکي وزیران وړ کسان دي او له ولسي جرګې څخه یې وغوښتل چې نویو معرفي شویو کاندید وزیرانو ته د تائید رایې ورکړي."توقع لرو چې ولسي جرګه زموږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي معرفي شویو وزیرانو ته د تائید رایې ورکړي، ځکه دوی وړ کسان دي کار کولای شي د ورسپال شوې دندې له مسؤلیت نه راوتلای شي

."

روانه اوونۍ حکومت د اقتصاد وزارت لپاره مصطفی مستور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره شهزاد اریوبي او د فواید عامې وزارت لپاره یما یاري د کاندید وزیرانو په توګه معرفی کړل.

شا او خوا دوه اوونۍ وړاندې یې بیا د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لپاره محمد شفیق ګل اغا شېرزی او د ترانسپورټ وزارت لپاره محمد حمید طهماسي د کاندید وزیرانو په توګه معرفي کړي و.

دا په داسې حال کې ده شااوخوا دوه میاشتې وړاندې حکومت دفاع وزارت ته طارق‌ شاه بهرامي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته فیض‌ الله ذکي او د کانونو او پطرولیم وزارت ته نرګس نهان د کاندید وزیرانو په توګه معرفي کړي دي.

هڅه مو وکړه چې د نوو کاندید وزیرانو په اړه د ولسي جرګې نظر را واخلو، خو د جرګې اداري پلاوی د پرله پسې اړیکو با وجود ځواب ورنه کړ.

خو د دغې جرګې غړي نادرخان کټوازي ازادي راډیو ته وویل، اوسنۍ کابینې ته معرفي شوي وزیران تر ډېره ښه کاري سابقه لري او پاک خلک دي، نو تمه ده چې ولسي جرګه به د باور رایې ورکړي.

"کله چې د ولسي جرګې رخصتۍ پای ته ورسېږي او غونډې پیل شوې نو زموږ لومړۍ اجنډا به وزیرانو ته رایه ورکول وي، زه تر ډېره حده هیله من یم چې کاندید وزیران به د باور رایې واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي فرانز مایکل مېلېبن هم د افغانستان د حکومت د کمزورتیا یو عامل د سرپرستۍ د حالت دوام ګنلی و.

نوموړي ویلي و چې هغه وزارتونه چې وزیران نه لري چارې یې سمې مخ ته نه وړل کېږي او دغه ستونزه باید ډېر ژر هواره شي.