یاغیانو څلور پاکستاني عسکر وژلي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستاني مقاماتو ویلي چې په یوه قبائیلي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو او یاغیانو ترمنځ په نښته کې د یو منصبدار په گډون څلور پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي دغه سهار وختي نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې د "بر دیر" په سیمه کې پاکستاني پوځیانو د ترهگرو پر پټنځای باندې برید وکړ او د دوو ځانمرگو بریدگرو په گډون یو شمیر سخت دریځو متقابلې ډزې وکړې.

د پاکستان د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې یو بریدگر په ځانمرگي برید بریالی شو او دوهم انتحاري بریدگر پوځیانو په ډزو وواژه. دوی وایي چې یو "ترهگر" یې ژوندی نیولی دی.

د پاکستان پوځ د د یو منصبدار او درې سرتیرو د وژل کیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې په نښته کې نهه نور سرتیري ټپیان شوي دي

.

د پاکستاني طالبانو یو ویاند ادعا کړې چې د دوی جنگیالیو په پاکستاني پوځیانو حمله کړې او څو تنه یې وژلي دي.

د پاکستان موقت صدراعظم شاهد خاقان عباسي په یوه اعلامیه کې دغه حمله یو غلچکی برید بللی او ویلي یې دي چې دا ډول حملې به د ترهگرۍ پر ضد د پاکستان د حکومت او پوځیانو هوډ ته کوم تاوان ونه رسوي او د ترهگرو پر ضد به عملیات دوام وکړي.