د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان د نوې ستراتېژۍ په اړه له خپلو مشاورانو سختې پوښتنې کوي.
ښاغلي ټېلرسن د فلپین د پلازمېنې مانیلا د سیمه ییز امنیت په غونډه کې ولسمشر ټرمپ ته د خپلو ورکړو مشورو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، ولسمشر ټرمپ به په پخوانۍ بڼه د افغانستان جګړه پر مخ بونهځي:
"ولسمشر نه غواړي په پخوانۍ بڼه ادامه ور کړي، نو ځکه یې په اړه سختې پوښتنې کوي."
سپینې ماڼۍ په افغانستان کې تر شپاړس کلنې جګړې وروسته د خپلې تګلارې بیا ارزونه پیل کړې چې د رپوټونو له مخې، د ټرمپ د ملي امنیت ډله یې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو او ایستلو په اړه په دوو برخو وېشلې ده
.
ریکس ټېلرسن خبریالانو ته دا خبره هم وکړه چې د ولسمشر د ملي امنیت شورا په دې اړه درې ځلي غونډه کړې او مرستیال ولسمشر مایک پینس هم د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ بیا ارزولو ته لېواله دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، ولسمشر ټرمپ ډېرو باریکو مسلو ته اشاره کوي، چې تر دې وړاندې به کوم بل چا پام نه وي ورته کړی:
امریکايي جنرالانو د افغانستان جګړه (په ټپه ولاړه) ګڼلې وه.
افغان ځواکونه د بهرنیو هغو پر مرستې سربېره د وسله والو طالبانو په ځپلو نه دي توانېدلي.
ولسمشر ټرمپ د افغانستان د شل حالت د ختمولو لپاره دغه هېواد ته د نورو ځواکونو د استولو واک د دفاع وزیر جیم ماتیس ته ور کړ.
له هغه وخته میاشتې تېرې شوي، خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر پخپل حال پاتې دی.
په دغه هېواد کې دمګړۍ ۸۴۰۰ امریکايي او ۵۰۰۰ د ناټو سرتېري مېشت دي چې د افغان ځواکونو په روزنه، مشوره او هوايي ملاتړ بوخت دي.
د امریکا دفاع وزارت نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې لپاره د سپینې ماڼۍ نوې تګلارې اعلانېدو ته په تمه دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا په نوې تګلاره کې پر پاکستان او له ترهګرو ډلو سره د دغه هېواد راشه درشې ته هم پام شوی دی.
د سپینې ماڼۍ په اړه دا رپوټونه هم شته چې د ټرمپ مشاوران په ځانګړي ډول د نفوذي ستراتېژۍ مشر سټیف بانون په دې فکر کوي چې امریکايي ځواکونه د جګړې له ډګره بهر او پر ځای یې د افغانستان جګړه خصوصي قراردادي شرکتونو ته وسپاري.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار وویل، موږ به په افغانستان کې جګړې ته دوام ور کړو، ځکه موږ بل غوراوی نه لرو.