ګال: په افغانستان کې د امریکا حضور کمېدو سره ایران دغلته خپل نفوذ پراخوي.

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ایران ته د ولسمشر اشرف غني له سفر سره هم مهاله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ایران د لاسوهنو په اړه یوه اوږده مقاله خپره کړې ده.

دا مقاله ژورنالیستې او لیکوالې کارلوټا ګال لیکلي او سرلیک یې دی «په داسې حال کې چې افغانستان کې د امریکا حضور کمېږي ایران دغلته نفوذ پراخوي.»

کارلوټا ګال په دې لیکنه کې د افغان او لوېدیځو چارواکو په حواله له وسله والو طالبانو سره د ایران مرستو او همکاریو په اړه ډېر تیاره اړخونه رابرسېره کړي او وايي په تېرو کلونو کې امریکا د ایران په دوو خواوو کې د دې

هېواد دوه دښمنان په افغانستان کې د طالبانو امارت او په عراق کې صدام حسین وځپل چې ایران له دې وضیعت څخه په سیمه کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره ګټه واخیسته.

ورځپاڼه د افغان او لوېدیځو چارواکو په حواله وايي، ایران له خپلو پخوانیو دښمنو طالبانو سره د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د اړیکو یوی نوی باب پرانیستی.

دوی ته وسلې، پیسې او روزنه ورکوي.

طالب مشرانو ته یې خوندي سر پناوې برابرې کړي او د هغوی د موټرو تېل ورکوي.

ورځپاڼه دا په څو لسیزو کې په افغانستان کې د ایران تر ټولو لویه مداخله ګڼي.

په لیکنه کې د پخواني افغان استخباراتي چارواکي او د فراه د اوسني والي محمد عارف شاجهان له خولې ویل شوي، سیمه اییز سیاست بدل شوی، دا وخت تر ټولو پیاوړي طالبان ایراني طالبان دي.

ورځپاڼه وايي، داسې ښکاري چې سخت دریځو سني طالبانو او سخت دریځې شیعه ایران خپلو کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د ماموریت د کمزوري کولو لپاره پخواني اختلافات یوې خواته کړي.

لیکواله زیاتوي، اوس ایران طالبانو ته د خپل دښمن په سترګه کم او په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پر مخ بیولو د یوې وسیلې په سترګه زیات ګوري.

ورځپاڼه د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدو ته اشاره کوي چې له ایرن څخه د ستنېدو پر مهال په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو او د بېلابېلو سرچینو په حواله وايي چې ملا اختر محمد منصور نه یوازې له لوړپوړي ایراني چارواکو سره لیدنې کتنې کړې وې بلکې ایران کې یې له روسانو سره هم کتلي و.

د نیویارک ټایمز په دې اوږده لیکنه کې د هرات ښار د ”واړه ایران“ په نوم یاد شوی او د سیمه ییزو چارواکو له خولې زیاتوي دا ښار له ایراني جاسوسانو، پټو ایجنټانو او وژونکو ډلو ډک دی چې په وروستیو کلونو کې یې دغلته قتلونه کړي او خلک یې تښتولي دي.

په لیکنه کې د پولیسو په وینا ویل شوي ایران دغلته ترهګر او جنایتکار بانډونه تمویلوي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت د ټیم ترمنځ د اختلاف مسئله راخیستې او وايي، ولسمشر ټرمپ د خپل ملي امنیت سلاکار مک ماسټر سره په پرلپسې غونډو کې دوه پوښتنې تکراوري او هغه دا چې، ولې امریکايي پوځ په افغانستان کې بریا ته نه رسېږي؟ او ولې له شپاړس کاله جنګ وروسته هم د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې ښکېل دي؟

ورځپاڼه وايي، د ولسمشر ټرمپ دا دوه پوښتنې د هغه بحث څرګندوی دي چې ایا افغانستان ته په دې هېواد کې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره نور امریکايي سرتېري واستول شي او کنه.