د محکمې په حکم پسې نواز شریف هم له دندې استعفا وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


دا ګام له هغه وروسته دی، چې د پاکستان سترې محکمې نن د ښاغلي نواز شریف او د هغه د کورنۍ د پاناما لیکس د تورونو د پلټنې په پایله کې نوموړی بې واکه اعلان کړ.
نواز شریف تل دا تورونه رد کړي دي.
پر ۲۰۱۶ کال د پاناما لیکس د اسنادو له مخې د نواز شریف کورنۍ بهر کې پټه شتمني لري.
د دې تورونو له مخې د ښاغلي شریف درې بچیان( مریم، حسن او حسین) په بهر کې د څو ثبت شویو شرکتونو په معاملو کې لاس لري.
د پنځو کسانو پر ضد دوسیې پرانیستل

محکمې دا حکم هم کړی چې د نواز شریف د دوو زامنو( حسن نواز او حسین نواز) د هغه د لور لور مریم نواز، د هغې د خاوند صفدر او مالیې وزیر اسحاق ډار په ضد د فساد دوسیې دوسیې پرانیستل شي

.
د تېر اپرېل پر ۲۰ د پاکستان سترې محکمې د پاناما لیکس په تړاو له لومړي وزیر نواز شریف د نورو پلټنو لپاره د فدرالي پلټنو ادارې په مشرۍ د ګډې شپږ کسیزې پلټن ډلې (پلټونکې ډلې) د جوړولو حکم وکړ.
د پلټن ډلې پایلو وښوده چې د نواز شریف کورنۍ په بهر کې له هغه ډېره شتمني لري، چې د دوی عواید دي.

له دې پرمختیا وروسته د سترې محکمې د قاضیانو پنځه کسیزې ډلې د نواز شریف د بې واکه کولو پرېکړه د جمعې په ورځ اعلان کړه.
د رویټرز د رپوټ له مخې د سترې محکمې یو قاضي اعجاز افضل خان وویل، چې ښاغلی شریف "نور حق نه لري، چې ځان د پارلمان ریښتونی غړی وبولي".

د نواز شریف په مشرۍ د مسلېم لیګ نواز ډلې ویاند د محکمې نننۍ پرېکړه له خپل ګوند سره بې انصافي بولي.
د پاکستان د رسنیو وزیرې مریم اورنګزېب ویلي، چې نن یې په ښکاره یوه پرېکړه بایللې:
"خو که د پاکستان ولسواک شالید ولیدل شي، نو نننۍ پرېکړه هیښوونکې نه ده، خو افسوسناکه ده".


د هغې په خبره، نواز شریف تل د خلکو "ویاړ" دی، ګوند یې یو حقیقت او د ټول هېواد ستره ډله ده.
"تاریخ دا خبره سپینه کړې، چې که په سیاست یا بله لار نواز شریف له سیاسي ډګر وېستل شوی، تاریخ او د پاکستان ولس له لومړیو په لا ډېر شمېر سره هغه بیا پارلمان ته ستون کړی دی".

د عمران خان پلویان د محکمې پرېکړې ته شیبې شمېري.
د محکمې د پرېکړې په درشل کې د حکومت د یو اپوزیسیون ګوند( پاکستان تحریک انصاف) غړو مټايي په لاس کې نیولي او د وېشلو په تمه یې وو.
دوی ویل، که نواز شریف بې واکه اعلان شي، په خوښۍ کې به مټايي ووېشي.
دې ډلې د نواز شریف د واکمنۍ په لومړیو کې په ټاکنو کې د درغلوی ادعا کوله او د وارمخکې ټاکنلو لپاره یې ډېر لاریونونه وکړل.
کله چې د پاناما اسناد خپاره شول بیا یې د نواز شریف د ګوښه کولو لپاره ډېر ځلې لاریونونه وکړل.

د تحریک انصاف ګوند یو غړي محمود قریشي ویلي، چې د دې ګوند مشر عمران خان د سترې محکمې له پرېکړې وروسته ثوابي لمونځ کړی دی.
محمود قریشي وايي، د پاناما کېس په تړاو دا پرېکړه قضايي محکمې نورې هم پیاوړې کوي.
د هغه په خبره، د نواز شریف او د هغه د کورنۍ په هکله د دې دوسیې له را پورته کېدلو وروسته ټول پاکستاني ملت سترې محکمې ته سترګې نیولې وې.
نوموړي له سترې محکمې بهر رسنیو ته وویل، چې د سترې محکمې دا پرېکړه پاکستانیانو ته د خپل هېواد د راتلونکي په هکله هیله ور کوي.

د پرېکړې اورولو په درشل کې د سترې محکمې شاوخوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.
د پاکستان په تاریخ کې تراوسه کوم لومړي وزیر د خپلې دندې پنځه کلنه قانوني دوره بشپړه کړې نه ده او تر ډېره د کودتا یا نورو ستونزو له امله د محکمې له خوا بې واکه شوي.
نواز شریف اوس دریم ځل د پاکستان لومړی وزیر و، له دې مخکې نواز شریف د ۱۹۹۰ کال له نومبر د ۱۹۹۳ کال تر جولای او بیا د ۱۹۹۷ کال له فرورۍ د ۱۹۹۹ کال تر اکتوبر پورې هم لومړی وزیر و.
نواز شریف ته اوس د قانوني دورې یو کال پاتې و، چې بشپړولو سره به یې د پاکستان لومړی وزیر و چې دغه دنده تر منزل رسوله، خو د محکمې پرېکړې یې دا هیله نیمکړې کړه.
که څه هم نواز شریف له دندې ګوښه شو، خو پارلمان په خپل حال پاتې دی دی، ځکه د نواز شریف ګوند د ۲۰۱۸ کال تر ټاکنو پورې په واک کې پاتې کېږي.

د نوي لومړي وزیر تر ګومارل کېدو پورې به د پاکستان د پارلمان مشر ایاز صادف د لومړي وزارت چارې سمبالوي.
اوس به د نواز شریف ګوند د لومړي وزارت د دندې لپاره خپل غړی ګوماري، خو لوی اټکل دا دی چې د نواز شریف ورور او د پنجاب سر وزیر شهباز شریف به دې دندې ته غوره شي.
پر ۲۰۱۲ کال د پاکستان خلکو ګوند حکومت هم له ورته برخلیک سره مخ شو، د هغه وخت لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني محکمې ته د سپکاوي په تور له دندې ګوښه شو.
دغه ګوندی د نوموړي پر ځای خپل بل غړی راجه پروېز اشرف د هغه ځای ناستی کړ.

د محکمې له پرېکړې وروسته نواز شریف.
زیات شمېر رابرسيره شوي محرم اسناد ښيي چې حکومتي مشران او بډای کسان څنګه له مالیوي پناه ځایونو نه په ګټه اخستو خپله شتمني پټوي.
د ۲۰۱۶ کال د اپرېل لومړۍ اونۍ کې د یوه پانامایي شرکت موساک فونسکا (Mossack Fonseca) چې د نړۍ یو له محرمو شرکتونو دی، ۱۱ میلیونه سندونه خپاره کړل.
د دې سندونو شمېر د ویکي لیکس افشاګرې وېبپاڼې او اډوارډ سنوډن لخوا د خپرو شویو اسنادو په پرتله ډېر دی.
دا سندونه چې په پاناما اسنادو یا "پانامایي پاڼو" مشهور شوي، ښيي چې دغه شرکت خپلو مشتریانو سره مرسته کړې چې څنګه پیسې ووینځي، له تحریمونو تېر شي او مالیه ورنکړي.
په دغو اسنادو کې د نړۍ د ۷۲ اوسنیو او پخوانیو مشرانو ښکېلتیا لیدل کېږي. دې ډله کې هغه دیکتاتوران هم شته چې خپلو هېوادونو کې په لوټ تالا تورن دي.
د دې اسنادو له امله د ايسلنډ لومړي وزير سيګمونډرو ګونلاګسن له خپلې دندې استعغا ورکړه.
ښاغلی ګونلاګسن د دغو خپرو شويو اسنادو لومړی قرباني ګڼل کېږي.
نواز شریف هم د دې اسنادو له رسوا کېدو وروسته د اپوزسیون له نیوکو سره مخ شو، په مقابل کې یې مظاهرې وشوې، محکمه اړه شوه چې پرضد یې دوسیه پرانیځي او نن یې بې واکه کړي.